Skip to content

اټرا

د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) د سراسري لاسرسي اړوند لسمې پروژې د داوطلبۍ پروسې د وضاحت، له ګډون کوونکو سره د معلوماتو شریکولو او د هغوی وړاندیزونو او پوښتنو ته د ځواب ویلو په موخه غونډه ترسره کړه

    د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) د سراسري لاسرسي اړوند لسمې پروژې د داوطلبۍ پروسې د وضاحت، له ګډون کوونکو سره د معلوماتو شریکولو او د هغوی وړاندیزونو او پوښتنو ته د ځواب ویلو په موخه غونډه ترسره کړه.

    په یاده غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر محترم مولوي نجیب الله حقاني، د اترا ادارې عمومي رئیس ښاغلي مولوي سید برات شاه آغا ندیم، مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي نجم الدین ملاخیل ، د بورډ غړو، رئیسانو او د لسمې پروژې داوطلبي پروسه کې د ګډون کوونکو شرکتونو استازو ګډون درلود.

    یاده غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ښاغلي مولوي نجیب الله حقاني د سراسري لاسرسي د لسمې پروژې د آفرونو د تدارکاتي پروسې د روڼتیا په هکله د پروژې د داوطلبي پروسې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ. ورپسې د یادې پروژې د تدارکاتي پروسې او نورو موضوعاتو په هکله د اترا ادارې د مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي نجم الدین ملاخیل لخوا د داوطلبۍ پروژې پروسه کې ګډون کوونکو شرکتونو ته معلومات وړاندې شول، ګډون کوونکو شرکتونو په خپل وار سره خپلې پوښتنې مطرح او د اترا ادارې له لوري هغوی ته په بېلابیلو برخو کې لازم معلومات وړاندې شول.

    د یادولو وړ ده چې د ټي ډي اف بودجه د مخابراتي خدمتونو پرمختیایي بودجه ده چې د هیواد لیرې پرتو او له خدمتونو بې برخې سیمو ته دمخابراتي آسانتاوو چمتو کولو لپاره ځانګړې شوې ده او په همدې برخه کې مصرفیږي. د مخابراتي خدمتونو پرمختیایي بودجې څخه د سراسري لاسري اړوند پروژو له لارې  له لومړۍ تر نهمې پروژې پورې ټول ټال ۸۶۰ مخابراتي آنتونونه د هیواد په بېلابیلو سیمو کې نصب او فعال شوي دي. د دې لړۍ په لسمه پروژه کې بیا ټول ۴۵۰ سایټونه شامل دي، چې په لومړي پړاو کې د هیواد په پنځو ولایتونو (کابل، بدخشان، زابل، نورستان او ارزګان) کې د۹۰ سایټونو جوړولو چارې آزادې سیالۍ ته وړاندې شوي دي. چې د افر د وړاندې کولو لپاره ټولو مخابراتي شرکتونه ته د روان کال د فبرورۍ میاشتې ۷مه نېټه او یا هم د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې ۱۶مه نېټه ټاکل شوې.