Skip to content

اټرا

تصدیق نامې او حکمونه

دا هغه پروسه ده چې له مخې یې هیواد ته د را وارد شويو راډیویي تجهیزاتو او وسایلو ډول تثبیت او دکارونې په اړه د مخابراتي خدمتونو دتنظیم ادارې له لوري تصدیق نامه صادریږي. په دې پروسه کې د رادیویي مخابرې وسایلو آزموینه او تثبیت شامل دی، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې مخابراتي تجهیزات د ملي او نړیوالو معیارونو او غوښتنو سره سمون لري. د راډیویي مخابراتي وسایلو د سند اصلي موخه له دې څخه ډاډ ترلاسه کول دي، چې په افغانستان کې کاریدونکي راډیو وسایل او تجهیزات د اترا ادارې دمنل شویو نافذه تخنیکي ستندردونو سره سمون لري.هغه وسایل او تجهیزات چې په افغانستان کې له هغې څخه د راډیویي مخابرې خدمتونو وړاندې کولو لپاره ګټه اخیستل کیږي او یا ښایي په راتلونکي کې ورڅخه ګټه واخیستل شي باید د وسایلو نوعیت د تثبیت(ټایپ اپروول) جواز ولري او یاهم د اترا ادارې لخوا په څرګند ډول معاف شوي وي. دغه وسایل په لاندې تجهیزاتو کې شامل دی؛ خو تر هغې پورې محدود هم نه دي:

• ثابت رادیویي ترانسمیټرونه
• د موبایل ترمنل وسایل او تجهیزات
• نشراتي وسایل او تجهیزات
• د سټلایټ ترانسمیټر وسایل او تجهیزات
• دفریکونسیو له لارې کاریدونکي طبي وسایل او آلې.
• د لنډ رینج رادیویي آلې او وسایل.