Skip to content

اټرا

موږ څوک یوو

د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اټرا) په ۲۰۰۶ میلادي کال په هېواد کې د مخابراتي سکتور د تنظیم او پرمختیا لپاره رامنځ ته شوه. دا اداره هڅه کوي چې د مخابراتو او انټرنټي خدمتونو زیربناوو د ودې او پرمختیا په برخه کې د خصوصي سکتور لپاره د پانګونې پیاوړی او مناسب چاپیریال رامنځته کړي. په هېواد کې د ښه مقرراتي او تنظیماتي چاپیریال رامنځته کولو او تنفیذ له لارې له تبعیض پرته په شفاف ډول د ځواکمن خصوصي سکتور لخوا حمایه شوي مخابراتي سکتور او اړوندو خدمتونو رامینځته کول، د مقرراتو پلي کول، خدمتونو ته سراسری لاسرسی، د مارکیټ تنظیمول، په مخابراتي مارکيټ کې د سیالۍ چټکوالی او نظارت د اټرا ادارې موخې دي. اټرا اداره له اړوندو اړخونو خصوصي سکتور، دولتي ادارو او د مخابراتي خدمتونو مشترکینو سره یو ځای کار کوي، څو د هېواد په مخابراتي او انټرنیټي مارکیټ کې سالمه سیالي پرمختګ وکړي.

د مخابراتو سکتور او صنعت له 2002 میلادي کال را پدېخوا د هېواد 34 ولایتونو او یو شمېر زیاتو ولسوالیو ته د انټرنیټي پوښښ په پراختیا سره ګړندۍ وده کړېده . اټرا ادارې د هېواد مخابراتي بازار د ښه پرمختګ او تنظیم لپاره تل هڅه کړې، چې د نړیوالو کلیدي مخابراتي شریکانو سره ملګرتیا او اړیکې لا پیاوړې کړي ترڅو له نړیوالو تجربو څخه په استفادې ګټورې لارې چارې په ګوته او د هېواد مارکیټ ته وده ورکړي. ظرفیت جوړونه د مخابراتي صنعت لپاره یو بل مهم ټکی دی. دې ته په کتول اټرا ادارې د اړونده سکتور او مخابراتي او انټرنټي شرکتونو په ګډون د ظرفیت لوړولو ته بودجه ځانګړې او د کار ایکوسېستم رامنځته کړی دی، چې دا به په مخابراتي سکتور کې د پانګونې جلب او پېرېدونکو ته د پرمختللو مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو لامل شي. همدارنګه اټرا اداره له نورو اړوندو خواو په ځانګړې توګه څیړنیزو او اکاډمیکو مرکزونو سره په ګډه کار کوي، ترڅو په هېواد کې د مخابراتو کاري ځواک ته پیاوړتیا او وده ورکړي او په مارکیټ کې د ظرفیت جوړونې برنامو ته د (ترننګ) او نورو خدمتونو لپاره لاره برابره کړي.

ماموریت
د هېواد په قوانینو کې د شاملو اټرا اساسي وظایفو ته د حرمت، درناوي او د مخابراتي سکتور د پراختیا او سمون د اړتیاو په نظر کې نیولو سره دغه ادارې خپل ماموریت په سټراټیژیک پلان کې په لاندې ډول ښودل دی: “د سکتوري پالیسیو په موثره توګه پلې کولو له لارې ټولو هېوادوالو ته د مخابراتي خدمتونو برابرولو او د خصوصي سکتور په نوښتیزه توګه را ګډولو له لارې د یو شفاف او غیر تبعیضي چوکاټ رامنځ ته کول او د مقرراتی میکانیزمونو په مټ د معلوماتي ټولنې له خدمتونو په ګټې اخستنې سره په دقیقه توګه د سکتوري پالیسیو د تطبیق په واسطه د افغانستان ټولو وګړو ته د مخابراتي خدماتو د انکشاف او د امکان تر حده په ګړندۍ توګه په ټول هېواد کې د خدمتونو د یوه نوي نسل پراختیا او ودې په موخه د مناسب چاپیریال رامنځته کول.

 

لید لوری

په ټول افغانستان کې د یو بشپړ رقابتي مخابراتي بازار رامنځته کول، چې په مناسبه بیه (ICT) خدمتونو ته پراخ لاسرسی تضمینوي، بشري سرچینو ته لاسرسی اسانه کوي، تعلیمي او ټولنیز پرمختګ ته وده ورکوي او له لسیزو انزوا وروسته د افغانستان ټول وګړي د نړۍ له هرې برخې سره نښلوي.

اساسي وظایف
د اټرا ادارې اساسي وظایف د هېواد د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په قانون کې راغلي دي، چې په هغې کې دغه اداره په هیواد کې د مخابراتي سکتور د عالی ترینې تنظیمونکې مرجع په توګه یاده شوې ده. د اټرا ادارې اساسي وظایف عبارت دي له: د جوازونو صادرول، د مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکو او جواز لرونکو د فعالیتونو څارنه، په هېواد کې د ځانګړي شوي طیف مدیریت، تنظیم، د مشترکینو له حقونو ساتنه، د وړاندې کوونکو او مشترکینو او نورو اړوند بنسټونو ترمنځ د شخړو حل.

د جواز صادرول:
ټول هغه شرکتونه، چې په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو هوډ لري لومړی باید له اټرا ادارې جواز واخلي او په هغې کې راغلي شرایط، تدابیر او نور مقررات رعایت کړي. اټرا اداره هغه شرکتونو ته جواز ورکوي، چې په مخابراتي، معلوماتي تکنالوجۍ، د معلوماتي تکنالوجۍ له لوري حمایه شوي خدمات، او دیجیتلي رسنیو خدمتونو، صنایعو او له دې سکتور سره د اړوندو ټولو خدمتونو په برخه کې پر فعالیت بوخت وي. دغه اداره ۸ ډوله جوازونه صادروي، چې په لاندې ډول دي: فایبرجواز، د انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو جواز، د مخابراتي تخنیکي حل لارو وړاندې کولو جواز، د اضافي ارزښت پر بنسټ د خدمتونو (VAS) وړاندې کولو جواز…. د جواز ورکونې رژیم په اړه :د ډیرو مالوماتو لپاره د جوازونو پاڼې ته ورشئ.

طیف منجمنټ
دغه ریاست د ګرځنده شبکو له آپیرترانو، انټرنټي خدمتونو او نورو جواز لرونکو سره یو ځای په هېواد کې د ملي طیف د منصفانه تخصیص او مدیریت لپاره کار کوي. د یادولو وړ ده چې طیف د نورو طبعي سرچینو په شکل د یو هېواد طبعي سرچینه ده،چې باید په صحیح او دقیق ډول مدیریت او د بیسیم خدمتونو د ګټورې ګټه اخیستنې لپاره تنظیم شي. ددغه ریاست ټولې دندې د بیسیم قوانینو، اساس نامو او کړنلاو سره سمې ترسره کیږي. د طیف منجمنټ ریاست د بیلابیلو خدمتونو، ځمکنیو او سټلایټ خدمتونو، د لوړو، منځنۍ کچې او ټیټې کچې بانډونو خدمتونو لپاره د طیف د تخصیص مسوولیت لري.

نظارت او کنترول
د اټرا ادارې یوه دنده د جواز لرونکو د فعالیتونو نظارت او کنټرول دی، ترڅو ډاډ تر لاسه کړي، چې ټول خدمتونه د مخابراتي خدماتونو د تنظیم د قانون له حکمونو، اړوندو کړنلارو او د په جواز دکې د راغلو شرایطو په نظر کې نیولو سره سم وړاندې کیږي. اټرا اداره د غیرې مجازو فعالیتونو د مخنیوي لپاره په فعالانه توګه خپل نظارتي فعالیتونه، چې د هرغړي او ادارې له خوا په داخل کې ترسره کیږي، په لار اچوي. اټرا اداره د خپلو کنټرولي او نظارتي دندو له لارې هغه غیرمجاز فعالیتونهو، چې د خلکو او یا هم کومې ادارې له خوا ترسره کیږي، تشخیصو یپه ګوته کوي. دا پروسه له جواز لرونکو سره د غیرې مجازو آپریترانو له لوري د فریکونسیو د اذیت او ګډوډۍ سرچینې په پیژندلو او له منځه وړلو کې په مرستې سربیره د پیرودونکو لپاره د ښو او باکیفیته خدمتونو ډاډ ورکوي. د اټرا ادارې د نظارت او کنټرول پروسې بله موخه د ټاکل شويو معیارونو او په جوازونو کې د راغلو شرایطو د پلي کیدو څخه ډاډ تر لاسه کول دي.

ټولیز لاسرسی
اټرا اداره ژمنه ده، چې ټولو هېوادوالو ته مخابراتي او انټرنټي خدمتونه ورسوي. موږ باور لرو چې مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی به د هېوادوالو په اقتصادي ژوند مثبت اغیز وکړي او د پرمختللو خدمتونو او دیجیتل سوداګرۍ پر لور به هېوادوالو ته د تګ لار پرانیزې. نو په همدې اساس د مخابراتو د پرمختیایي صندوق (TDF) بودجې څخه د مخابراتی ټاورونوبي ټي ایس (BTSs سایتونو) په جوړولو، د کورنو منځ، کلیو او نورو اړوندو زیربناوو او د ملي مخابراتو شبکې سره د لرې پرتو سیمو په نښلولو کې ګټه اخیستل کیږي. همدارنګه اټرا اداره د حکومت او خصوصي سازمانونو، ښونځیوو او پوهنتونونو سره کار کوي، چې د عریض باند او فایبر له لارې یې وصل او د الکترونیکي حکومتولۍ خدمتونو د پلي کېدو او ښه والي او په پای کې د ډیجیټلي کېدو پر لور حرکت وکړي.

د پېرېدونکو حقوق
موږ پر خپلو خلکو او د مخابراتي خدمتونو پر پېرېدونکو پام ساتو، ځکه چې راته قدرمن اوګران دي. د پېرېدونکو د حقوقو ساتنه زموږ د خدمتونو په هسته کې قرار لري. اترا اداره جواز لرونکي، د قوانینو، مقرراتو او کړنلارو رعایتولو ته هڅوي، څو ډاډه شي، چې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو پېرېدونکو باکیفته خدمتونه تر لاسه کوي او د اخفاء او محرمیت حقونو په ګډون یې نور حقونه هم خوندي کیږي.

د شخړو حل
دغه اداره د یوې مقرراتي او تنظیماتي ادارې په توګه اړینه بولي ترڅو ډاډه شي، چې په مارکیټ کې سیالي رامنځ ته او د بېلابېلو خواو او پېرېدونکو له لوري خدمتونه او کړنې سمې او په منصفانه ډول رعایت کیږي. اټرا اداره ژمنه ده چې د مخابراتو اړوند شخړې ژر ته ژره ځواب او په بې پرې، مناسب او منصفانه ډول حل کړي. د شخړې حل له هغه میکانیزمونو او کړنلارو څخه عبارت دی چې اترا ادارې لخوا په مارکیټ کې د بېلابېلو کارکوونکو ترمنځ د شخړو د حل په موخه وضع او پلی کیږي. دغه موضوع د اترا ادارې له لوري د مارکیټ د تنظیم، سیالۍ رامنځ ته کولو، سالمې او منصفانه تګلارې لپاره ابزار ګڼل کیږي.