Skip to content

اټرا

تمویل شوې پروژې

د مخابراتو پرمختیایي صندوق (Telecom Development Fund):

د مخابراتو پرمختیایي صندوق (TDF) د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې اړوند بودیجه ده چې مهمه موخه یې د هیواد لیرې پرتو او کلیوالو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو غځول دي. د دې ترڅنګ یاده بودیجه په ښارونو کې له نوري فایبر او انټرنټ سره د ټولو ادارو او سکتورونو د نښلونې او په دولتي ادارو کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ، د الکترونيکي حکومتولۍ، او ډیجيټل سازۍ د ودې او د انټرنټ او ټکنالوجۍ د استفادې لپاره د تقاضا لوړونې په برخه لګول کېږي، چې ۲۱ وزارتونو او ادارو ته د لاندې فعالیتونو د تر سره کولو لپاره په مصرف رسیدلې:

 

  1. د عامې روغتیا وزارت تسهیلاتو او تجهیزاتو تمویل:
  • ۳ لویو روغتونونو (جمهوریت، د پکتیکا روغتون او سمنګانو روغتون) لپاره د ټیلي میډیسن سیسټم
  • ۵۷ روغتونونو او ریاستونو ته يې د نوري فایبر غځول.

 

  1. د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته لاندې تسهیلات او تجهیزات برابر شوي:
  • ۵۰ ولسوالیو ته د فایبر غځول، او
  • ۶۲ ولسوالیو ته د معلوماتي ټکنالوجۍ د وسایلو توزیع

 

  1. پوهنې وزارت ته لاندې تسهیلات او تجهیزات برابر شوي:
  • ۱۴۰ ښوونځيو ته فایبر غځول.
  • ۲۰۰ ښوونځي د (P2P) له لارې د انټرنټ له شبکې سره تړل، او
  • ۷۰۰ ښوونځيو لپاره ۷ زره پایې کمپيوټرونه.

 

  1. مالیې وزارت لپاره لاندې تسهیلات او تجهیزات برابر شوي:
  • د ۵ ولایتي مستوفیتونو او ۳۲ مالیاتي حوزو ته د فایبر غځول،
  • د وزارت مرکزي پاور روم لپاره وسایل او تجهیزات، او
  • د ګمرکاتو معینیت د سیستمونو پاور روم لپاره د وسایلو او تجهیزاتو تهیه کول.

 

  1. د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت لپاره لاندې تسهیلات او تجهیزات برابر شوي:
  • له نوري فایبر شبکې سره د یاد وزارت د ۸ ولایتي ریاستونو نښلول

 

  1. د ښځو چارو وزارت لپاره لاندې تسهیلات او تجهیزات برابر شوي:
  • د کابل شهرآرا باغ زنانه ته د نوري فایبر غځول،
  • د امنیتي کامرو سیسټم ایجادول، او
  • د IT لابراتوار او سرور روم ظرفیت لوړونه.

 

  1. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره لاندې تسهیلات او تجهیزات برابر شوي:
  • ملي ارشیف د فایبر غځول،
  • د ملي ارشیف د اسنادو لپاره ډیجیټل سازۍ وسایل،
  • د ځوانانو معینیت پنځو ولایتي دفترونو لپاره د معلوماتي ټکنالوجۍ وسایل، او
  • ۵ زونونو ته د نشراتو د پراختیا لپاره د معلوماتي ټکنالوجۍ وسایل او ماشینونه.

 

  1. د ارشاد حج و اوقاف وزارت لپاره لاندې تسهیلات او تجهیزات برابر شوي:
  • د ۱۶ دیني مدرسو او جوماتونو ته د کمپیوټر لیبونو او وسایلو تهیه،
  • د آنلاین کنفرانسونو سیسټم ، او
  • د ډیجیټل کتابخانو سیسټمونه.

 

  1. د علومو اکاډمۍ لپاره لاندې تسهیلات او تجهیزات تهيه شوي:
  • ۱۱۰ پايې لپټاپ کمپیوټرونه او UPS ونه
  • د PBX ټلیفوني سیسټم،
  • د امنیتي کامرو سیستم،
  • د معلوماتي ټکنالوجۍ تجهیزاتو او انټرنیټي بنډویټ.

 

  1. همداراز مو د اوبو او انرژۍ وزارت
  • ۸ مرکزي سایټونه له نوري فایبر سره وصل شول.
  1. د لوړو زده کړو وزارت لپاره لاندې تسهیلات او تجهیزات برابر شوي:
  • ۴۳ پوهنتونو او ۱۰کمپسونو ته فایبر غځول، انټرنیټ بنډوېټ او انټرانیټ شبکې جوړول،
  • د ایروایشیا له تحقیقاتي او تحصیلي شبکې (TEIN-4) سره د ۸ پوهنتونونو نښلول.
  • پولتخنیک او کابل طبي پوهنتونونو محصلینو ته د وړیا انټرنیټ خدمتونو لپاره د وایفای زون د شبکو ایجاد.
  • ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او کندز پوهنتونونو کې د کمپيوټري لابراتوارونو ایجاد

 

  1. د احصایې ملي ادارې لپاره لاندې تسهیلات او تجهیزات برابر شوي:
  • د سیسټمونو د مراقبت او د الکترونیکي تذکرو د چاپ ماشینونه،
  • مرکز او ۳۳ ولایتي دفترونو ته د الکترونیکي تذکرو او احصایوي چارو په موخه کمپیوټري وسایل او سیستمونه،
  • د تحقیق او نوښتونو مرکز لپاره کمپيوټري لابراتوار،
  • د مرکزي دفتر بشپړ داخلي نیټورک،
  • مجهز کال سنټر.

 

  1. د اټومي انرژۍ ملي ادارې ته:
  • د معلوماتي ټکنالوجۍ سرور، او کمپيوټرونه برابر شوي.

 

  1. د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لپاره:
  • مجهز کال سنټر او د VAS وسایل چمتو شوي.

 

  1. لویې څارنوالۍ ته:
  • د کال سنټر  ظرفیت لوړ او واکي ټاکي مخابرې تهیه شوي.

 

  1. د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې:
  • د ۴۴ انسټیټوتونو لپاره مو کمپيوټري لابراتوارونه او اړوند تجهیزات برابر شوي،

 

  1. افغان پوست شرکت:
  • ۱۵ پوسته خانې په کابل ښار کې او ۲۵ پسته خانې په ولاياتو کې له نوري فایبر سره وصل