Skip to content

اټرا

د شخړو حل

دا ادارې په دې بخش کې د داخلي تشکیل څخه یو مستقل دفتر جوړ کړی، چې په بې طرفه شکل فعالیت کوي. دغه بخش د عناصرو بررسي په او د بیلانسونو په حیث رامنځته شوی او د قانون د حکم په اساس د ټولنیزو منازعاتو یا شخړو د حل په موخه فعالیت کوي. یاد شوی بخش اساسي او مهم نقش دا دی چې د اټرا د بورډ او او عالي شورا تر منځ د ځنو محدودیتونو له مخې د قدرت حاصلول او د حساب ورکوه نې د کنترول مخنیوی وکړي. دغه دفتر باید ګټور او سم فعالیت ولري تر څو وشي د اټرا د فعالیتونو او حکومت څخه د عامه خلکو ډاډ ترلاسه کړي. د دې بخش د رامنځته کولو هدف دا دی چې په دې ډاډ ترلاسه کړي چې اټرا د عامه وګړو د اساسي حقوقو ته ارتقا ورکړې ده او ضمنا دا ثابته کړي چې یاده اداره په شفاف ډول فعالیت کوي او دې فساد په وړاندې مخنیوي ته متحد دي. د ثالث بالخیر بخش د قانون د احکامو په اساس د ادارو د دموکراتیک سیستم د انکشاف او رشد په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

دغه بخش مسول دی چې د مخابراتي صنعت او د اړونده سکتور او مشتریانو د منافعو حفظ وکړي او په حقیقت کې د مشترکینو مدافعین واوسي. د دې رول همدا دی چې د اټرا ادارې، خصوصي پانګوالو، حکومت او خلکو ترمنځ وساطت وکړي په پایله کې، په یوه برخه کې د دې بخش کړنې په ستونزو بریالي کیدل او په بله برخه کې یې تحسین کول دي. د ثالث بالخیر بخش اجرایوي صلاحیت نه لري مګر د شواهدي اسنادو په اساس راپورونه اخیستلی شي چې عمده نقش یې د اټرا ادارې د اقداماتو په برخه کې لوبوي. دغه بخش د هېواد دقوانینو او د نړیوالو قوانینو او نورمونو سره په مطابقت کې کړنې او فعالیتونه کوي. د دې بخش اساسي رول د محافظ په ډول دی. د موضوع ځانګړتیاوې، په عمده شکل خپلواکي او د دندو لرل او د تولو غړیو مشابې صلاحیتونه او د یو واحد چتر لاندې اوسیدل.
دغه دفتر به لاندې دندې ترسره کړي:

• د پانګه اچونې د حقوقو په حفاظت عمدتا تمرکز، خدمتونو او معلوماتو ت لاسرسی، منازعات(شخړې)، مالي لاسته راوړنې، ټولنیز امنیت او نور اړوند موارد
• هغه شکایاتو ته چې په سم ډول نه دي مدیریت شوي لاسرسی چې د بشري حقوقو څخه د سرغړونې او د نابرابرۍ سبب کېږي.
• تړلي حکومتولۍ څخه یوې رڼې او خلاصې حکومتولۍ ته د بدلون پروسې له لارې د یو اړین تعلیمي لارښود رول لوبول چې په هغه د حساب ورکولو، نیوکو اوریدلو او همدارنګه خلکو ته په دې اړه د عامه پوهاوي او ډاډ ورکولو غوښتونکې ده، چې دوی په ادارو کې د خپلو حقونو او اعترافونو د څرنګوالي، شکایتونو، وړاندې کولو برخه کې برابر او مساوي دی.
• په شفاف ډول د پیسو او بودجې په لګښت کې کومک کول او ډاډ حاصلول او د کمو منابعو د امکان تر حده په مساویانه ډول توزیع کول.
• د ادارو، ګروپونو او د مشخصو اقشارو حقوقي تخلفات او تبعیض د فساد د قضیو بررسي او پلټنه
• د کارمند په وړاندې د خلکو شکایاتو ته لاسرسی، د بورد تصميم، د خدمتونو د وړاندې کوونکو اقدام یا نه اقدام کول.

د ثالث بالخیر بخش اجرایوي صلاحیت نه لري مګر د شواهدي اسنادو په اساس راپورونه اخیستلی شي چې عمده نقش یې د اټرا ادارې د اقداماتو په برخه کې لوبوي. دغه بخش د هېواد دقوانینو او د نړیوالو قوانینو او نورمونو سره په مطابقت کې کړنې او فعالیتونه کوي.

د دې بخش اساسي رول د محافظ په ډول دی. د موضوع ځانګړتیاوې، په عمده شکل خپلواکي او د دندو لرل او د تولو غړیو مشابې صلاحیتونه او د یو واحد چتر لاندې اوسیدل.