Skip to content

اټرا

کاری څانګې

اټرا اداره د تشکیل له نظره۱۳ریاستونه لري، چې د خدمتونو وړاندې کولو، تحقیق او نوښتونو د ودې لپاره ګډې هڅې کوي. ریاستونه د اټرا ادارې کاري او وظیفوي برخې دي چې ورځیني کارونه تنظیم او مدیریت کوي او خپلې کړنې د دندو له لایحې سره سم د بورډ او عالي شورا له لوري د نیول شویو تصمیمونو په نظر کې نیولو سره سرته رسوي. هر ریاست په فعاله توګه د جوازلرونکو، مشترکیو او حکومتي ادارو په چوپړ کې دی، چې په پایله کې یو تر بله د ښې همکارۍ او نوښتونو د رامنځ ته کیدو لامل او ښې پایلې له ځان سره راوړې او دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ سکتور د ودې او پرمختیا په برخه کې یې مرسته کړېده.