Skip to content

اټرا

د اترا رهبرۍ او د پاکستان اسلامي جمهوریت پلاوو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غونډه ترسره شوه

    د اترا رهبرۍ او د پاکستان اسلامي جمهوریت پلاوو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غونډه ترسره شوه.
    په دې کتنه کې د مخابراتو وزارت او اترا سرپرست مولوي نجیب الله حقاني، د بورډ غړو او د دې ادارې د بېلابېلو څانګو رئیسانو د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار معید یوسف او ورسره مل پلاوي سره د مخابراتو او ټکنالوژۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
    د مخابراتو وزارت او د اترا ادارې سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حقاني پاکستاني پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ځینو ستونزو لکه؛ د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان په پرتله له پاکستان څخه د انټرنېټ په لوړه بیه اخیستلو، له پاکستان سره د مرین او دارک نوري فایبر کیبل د نښلونې او پرمختیا، د اقتصادي زیان څخه د مخنیوي په پار د دواړو هېوادونو ترمنځ په صفري نقطه کې د فریکونسیو اذیت او تداخل څخه د مخنیوي، له منځنۍ آسیا، سیمې او نړۍ سره د ترانزیت لپاره د افغانستان له خاورې د ګټه اخیستنې او په افغانستان کې د عصري مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ (آی ټي ) آسانتیاوو رامنځته کولو او د مخابراتو او انټرنېټ په برخه کې یې ددغه هیواد اړتیاوې له پاکستاني پلاوي سره شریکې کړې.
    ښاغلي حقاني د اترا ادارې په هکله وویل، چې دغه اداره په هېواد کې مخابراتي خدمتونو کنترول پر غاړه لري که د پاکستان اسلامي جمهوریت په دې برخه کې خپلې تجربې له یادې ادارې سره شریکې کړي ګټورې به تمامې شي.
    ښاغلي حقاني په بیلابیلو برخو، په ځانګړي ډول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو رول ګټور وبللو او د پاکستان هېواد له امنیتي مشاور څخه یې وغوښتل، چې د زیربناوو په برخه کې له دغه هېواد سره مرسته او همکاري وکړي.
    د پاکستان د ملي امنیت مشاور معید یوسف د مخابراتو وزارت او اترا ادارې سرپرست خبرې واورېدې او زیاته یې کړه، چې دوی د افغانستان سره په مختلفو برخو کې همکاریو ته چمتو دي.
    ښاغلي یوسف زیاته کړه چې پر افغانستان د انټرنیټ خرڅلاو د بیو په اړه به بیاځلي کتنه وشي، او د ځینو نورو کړنو په هکله یې په آنلاین بڼه د ځیني پروګرامونه او سافټویرونو وړاندیز وکړ، چې د مخابراتو وزیر له لوري د ګټور تمامیدو په صورت کې له هغې څخه د ګټه اخیستنې سپارښتنه وشوه.
    د یادولو وړده چې په مخابراتي سکتورکې د دوه اخیزو همکاریو د لاپراختیا او یول له بل سره د تجربو شریکولو په برخه کې د ګډې کمیټې جوړولو په هکله هم خبرې وشوې.