Skip to content

اټرا

اترا ادارې له مخابراتي شرکتونو سره د سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن طرزالعمل د ښه تطبیق په موخه ناسته ترسره کړه

    اترا ادارې له مخابراتي شرکتونو سره د سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن طرزالعمل د ښه تطبیق په موخه ناسته ترسره کړه.

    په هغه ناسته کې چې په همدې موخه له مخابراتې شرکتونو سره جوړه شوې وه، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزير ښاغلي مولوي نجیب الله حقاني، د اترا ادارې عمومي رئیس ښاغلي مولوي سید برات شاه آغا ندیم، مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي نجم الدین ملاخیل ، د بورډ غړو او د مخابراتي شرکتونو استازو هم ګډون کړی وو.

    په یاده غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر له مخابراتي شرکتونو په جدي توګه وغوښتل، چې په ټول هیواد په ځانګړې توګه سرحدي سیمو کې د سیمکارتونو ثبت او راجستریشن ته جدي پاملرنه وکړي، زیاته یې کړه؛ فرصت طلب او ورانکاره خلک هڅه کوي چې د نا راجستر او په غلطو نومونو د ثبت او راجستر شویو سیمکارتونو څخه په ګټه اخیستنې هیواد او خلکو ته سرخوږی جوړ کړي؛ چې له نیکمرغه د مخابراتو وزارت مشرتابه له اترا ادارې سره یو ځای له ناراجستر سیمکارتونو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې د مخنیوي په موخه یو بډایه طرزالعمل جوړ او یو کال وړاندې یې د پلي کیدو په موخه له مخابراتي شرکتونو سره شریک کړې دی.

    د یادولو وړ ده چې د اترا ادارې له لوري مخابراتي شرکتونو ته یوه میاشت وخت ورکړل شو ترڅو د ناراجستر شویوسیمکارتونو کچه حد اقل ته راټیټه او نوي سیمکارتونه د سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن کړنلارې سره سم و پلوري، د کړنلارې څخه د سرغونې په صورت کې به سرغړونکي عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپیژندل شي، چې بیا به د شکایت حق ونه لري.