Skip to content

اټرا

د بدخشان ولایت د واخان خلکو ته د مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو په هکله له مخابراتي شرکتونو سره ناسته ترسره شوه

    د بدخشان ولایت د واخان خلکو ته د مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو په هکله له مخابراتي شرکتونو سره ناسته ترسره شوه.
    نیټه ۱۴۰۱/۹/۱۷
    د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې له مخابراتي شرکتونو سره د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې د مخابراتي ټاورونو د نصبولو له لارې ددې ولسوالۍ خلکو ته د مخابراتي آسانتیاوو رامنځ ته کولو په هکله لومړنۍ غونډه ترسره کړه.
    یاده غونډه چې د اترا ادارې د مالي او اداري مرستیال مفتي نجم الدین ملاخیل په مشرۍ جوړه شوې وه، په واخان ولسوالۍ د مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي، دمخابراتي ټاورونو د نصب لپاره د ګټورو نقطو په نښه کولو او ځینو تخنیکي موضوعاتو په هکله هر اخیزې خبرې وشوې او له مخابراتي شرکتونو وغوښتل شول چې په دې برخه کې خپل پلانونه له اترا ادارې سره شریک کړي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا د ۱۴۴۴/۴/۱۹ نیټې د ۱۴ ګڼې پریکړې پر بنسټ مخابراتو وزارت ته دنده سپارل شوې وه ، ترڅو د بدخشان ولایت اړوند واخان ولسوالۍ خلکو ته مخابراتي آسانتیاوې رامنځ ته کړي.