Skip to content

اټرا

په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ سره سم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اټرا ادارې د ولس د غوښتنو په پام کې نیولو سره افغانستان کې د غږیزو اړیکو او انټرنټ د قیمتونو موضوع په خپلو لومړيتوبونو کې شامله کړه او د هیواد په کچه یې په لومړی ځل د ټولو مخابراتي شرکتونو د تعرفو د نرخونو، د دوی د ترلاسه شویو عوایدو او ترسره شویو لګښتونو پر اساس تحلیل ترسره کړ، چې د یادې ارزونې پر بنسټ په لومړي ځل افغانستان کې مخابراتي شرکتونو ته د انټرنټ او غږیزو اړیکو د عادی بیو لپاره د ټاکل شویو تعرفو سقف وټاکل شو او د هرې شبکې د پیرودونکو ترمنځ د غږیزو اړیکو حد اکثر قیمت فی دقیقه په ۱.۸۵ افغانۍ وټاکل شو، چې د اسلامي امارت له راتګ څخه مخکې د مخابراتي شرکتونو حد اکثر قیمتونه د دقیقې پر سر له ۲.۵ څخه نیولې تر ۳.۵ افغانۍ وضع کیدې. همداراز له یوې مخابراتي شبکې څخه بلې مخابراتي شبکې ته د اړیکو د عادی بیو لپاره د ټاکل شویو تعرفو سقف فی دقیقه په ۲.۲ افغانۍ حد اکثر وټاکل شو، چې د اسلامي امارت له راتګ څخه مخکې د مخابراتي شرکتونو حد اکثر قیمتونه د دقیقې پر سر ۴ افغانۍ بیه وضع کیدې. په همدې ترتیب مخابراتي شرکتونه مکلف کړای شول چې د غږیزو اړیکو لګښت د ۶۰ ثانیو پر ځای د ۳۰ ثانیو په اساس وضع کړي. د انټرنټي خدمتونو بیو په برخه کې هم ډیر زیات کمښت راغلی دی، په اکثره انترنیټي بستو کې له ۳۰٪ څخه تر ۶۰ فیصدو پورې کموالی راغلی. اوسمهال ټولو مخابراتي شبکو ته د یوې جي بي میاشتنۍ کڅوړې حد اکثر قیمت ۱۱۰ افغانۍ ټاکل شوی دی، چې ځینې شبکې یې له دې هم په ټیټ قیمت پلوري، په داسې حال کې چې د اسلامی امارت له واکمنیدو مخکې د یوې جي بي انټرنټي کڅوړې قیمت له ۲۵۰ نه تر ۳۰۰ افغانیو پورې رسېدو. له انټرنیټ څخه د عادي ګټې اخیستنې قیمت پخوا یو ایم بي د یوې (۱ )افغانۍ څخه تر لسو (۱۰ ) افغانیو پورې وضع کیدو؛ خو د اسلامي امارت له راتګ سره سم د تعرفو د سقف له ټاکلو وروسته دغه بیې د یو ایم بي په ۰.۱۱ ( لس پوله ) ته راټیټ شوی دی. اټرا اداره هڅه کوي چې د انټرنیټ او غږیزو اړیکو قیمتونه وخت په وخت تر څیړنو لاندې ونیسي او په هکله یې اړینې کړنې ترسره او قیمتونه یې نور هم راکم کړي؛ د تیر حکومت او د افغانستان د اسلامي امارت د وخت د غږیزو اړیکو او انټرنیټي خدمتونو د قیمتونو مقایسوي جدولونه په لاندې ډول دي: