Skip to content

اټرا

د رنګینه خورشید لوژستیکی خدماتو شرکت سره د تړون د پریکړي خبرتیا

    د رنګینه خورشید لوژستیکی خدماتو شرکت سره د تړون د پریکړي خبرتیا

    پدي توګه د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمي مادي د (۲) فقري پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اټرا) په پام کي لري د روغنیاتو او فلټربابو توکو تړون د رنګینه خورشید لوژستیکی خدماتو شرکت سره چي جواز شمیره یی ۱۴۵۲۴۰ پته یی د پنجصد فامیلی ۵ کوڅه جوار مکتب سنګي کابل چي ټولیز مبلغ یی ۴۹۹۸۱۸ څلور سوه نه نوی زره اته سوه اتلس افغانۍ کیږي اعطا کړي. حقیقی او حکمي کسان چي په دي برخه کي هر ډول نیوکي (اعتراضونه) ولري ، کولای شي خپله نیوکه د دي خبرتیا د خپریدو له نیټي څخه تر اوه (۷) تقویمي ورځو پوري په لیکلي بڼه د هغو له دلایلو سره یو ځاي د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداري (اټرا) ته چي د مخابراتو وزارت ۱۸ پوړیزه ودانۍ کي ځاي لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمي مادي د حکمونو سره سم وړاندي کړي .
    دا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د پورته یادی شوي مودي او ورپسي قانوني پړاونو تر بشپړیدو پوري به تړون عقد نشي .