Skip to content

اترا

د رنګینه خورشید لوژستیکی خدماتو شرکت سره د تړون د پریکړي خبرتیا

    د رنګینه خورشید لوژستیکی خدماتو شرکت سره د تړون د پریکړي خبرتیا

    پدي توګه د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمي مادي د (۲) فقري پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اټرا) په پام کي لري د روغنیاتو او فلټربابو توکو تړون د رنګینه خورشید لوژستیکی خدماتو شرکت سره چي جواز شمیره یی ۱۴۵۲۴۰ پته یی د پنجصد فامیلی ۵ کوڅه جوار مکتب سنګي کابل چي ټولیز مبلغ یی ۴۹۹۸۱۸ څلور سوه نه نوی زره اته سوه اتلس افغانۍ کیږي اعطا کړي .
    حقیقی او حکمي کسان چي په دي برخه کي هر ډول نیوکي (اعتراضونه) ولري ، کولای شي خپله نیوکه د دي خبرتیا د خپریدو له نیټي څخه تر اوه (۷) تقویمي ورځو پوري په لیکلي بڼه د هغو له دلایلو سره یو ځاي د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداري (اټرا) ته چي د مخابراتو وزارت ۱۸ پوړیزه ودانۍ کي ځاي لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمي مادي د حکمونو سره سم وړاندي کړي .
    دا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د پورته یادی شوي مودي او ورپسي قانوني پړاونو تر بشپړیدو پوري به تړون عقد نشي .