د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) بورډ ۴ مه غونډه ترسره شوه!
د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظيم ادارې (اترا) د بورډ څلورمه غونډه چې د اترا ادارې عمومي رئيس الحاج مولوی سید برات شاه آغا ندیم تر ریاست لاندې جوړه شوې وه، د ادارې تخنیکي مرستیال، مالي او اداري مرستیال، د بورډ غړو، مشاورينو، متخصصینو او رئيسانو هم په کې ګډون کړی ؤ.
په یاده غونډه کې د ادارې د ریاستونو اړوند وړاندیزونو په هکله هر اړخیز بحثونه ترسره او د یو شمېر مهمو موضوعاتو په هکله د موظفو کمیټو راپورونه واوریدل شول او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
د ۱۴۰۳ کال د ثور ۳ مه د اترا مطبوعاتي دفتر