Skip to content

اټرا

اترا ادارې د تخنیکي سیستمونو د ودې لپاره د څلور مسلکي بستونو لپاره آزموینه واخیسته!

    اترا ادارې د تخنیکي سیستمونو د ودې لپاره د څلورو مسلکي بستونو لپاره آزموینه واخیسته!

    د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د اړتیاو او تشکیل بشپړیدو په موخه د څلورو تخنیکي بستونو ( د فریکونسیو د توزیع او مزایدې ټیم لیډر، د تخنیکي پلټنې آمریت، د تخنیکي پلټنې کارمند او د ډیټا پروسس مسلکي کارمند بست)  لپاره ازموینه واخیسته.

    دغه ازموینه چې د امتحانونو کمیټې په حضور کې واخیستل شوه، د یادو څلورو بستونو لپاره ۴۰ کسانو په کې برخه اخیستې وه ، چې د پروسې له بشپړیدو وروسته به مسلکي او وړ کسان په یادو بستونو کې په دندو وګمارل شي.

    د ۱۴۰۲ کال د جدي ۲۱ مه د اترا مطبوعاتي دفتر