Skip to content

اټرا

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) لخوا د فریکونسیو د څارنې اوکنټرول مرکز پرانستل شو!

    د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) لخوا د فریکونسیو د څارنې اوکنټرول مرکز پرانستل شو!

    د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا)  لخوا د کابل ولایت په کچه د فریکونسیو د څارنې او کنټرول مرکز د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

    د پرانیستې په مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني، د چارو ادارې سرپرست شیخ نور الحق انور، د ځمکو او ښارجوړنې وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالمنان عمري، د حکمونو او فرمانونو د تعقیب  او نظارت لوی رئیس مولوي شمس الدین شریعتي، د اترا ادارې تخنیکي مرستیال، د دې ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي نجم الدین ملاخیل، د مالیې وزارت معین او د اترا ادارې یو شمیر رئیسانو او کارکوونکو هم ګډون کړی وو.

    د فریکونسۍ د څارنې او کنټرول سیستم د هیواد د یوې مهمې طبعي زیرمې ( فریکونسۍ) څخه د ګټورې ګټې اخیستنې او مدیریت د تنظیم ترڅنګ د غیرقانوني / غیر مجاز او جعلي ټرانسمیټرونو له کارونې څخه مخنیوي په برخه کې کار کوي. یاد سیستم چې په نړیوالو سټنډرډونو برابر او د سیمې په کچه یې ساری نه لیدل کیږي د هیواد د پلازمینې کابل ولایت په کچه به د فریکونسیو د څارنې، له ویشل شویو فریکونسیو د ناوړه ګټه اخیستونکې سرچینې په ګوته کولو، د انسان روغتیا ته زیان رسوونکو فریکونسیو د پیژندنې او د فریکونسیو له تداخل څخه د مخنیوي په برخه کې فعالیت کوي. د دغه سیستم په فعالیدو سره به د یادو برخو ترڅنګ د خدمتونو د کیفیت په ښه والي او د ملي عواید په زیاتوالي کې د پام وړ بدولونونه رامنځته شي.

    د ۱۴۰۲ کال د جدي ۲ مه د اترا مطبوعاتي دفتر