Skip to content

اټرا

د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) بورډ ۲۷مه غونډه ترسره شوه!

    د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) بورډ ۲۷مه غونډه ترسره شوه!

    د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظيم ادارې (اترا( د بورډ اوویشتمه غونډه چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزير ښاغلي مولوی نجيب الله حقاني تر ریاست لاندې جوړه شوې وه، د اترا ادارې عمومي رئيس مولوی سید برات شاه آغا ندیم، تخنیکي مرستیال، مالي او اداري مرستیال، د بورډ غړو، مشاورينو او رئيسانو هم په کې ګډون کړی ؤ.

    په یاده غونډه کې د اي بینډ فریکونسۍ د ویش، پروان او خوست ولایتونو کې د راډیوګانو لپاره د فریکونسۍ د ورکړې او ځینې نورو موضوعاتو په هکله هر اړخیز بحث او لازمې پریکړې وشوې.

    د یادونې وړ ده چې مخابراتي شرکتونو ته د ای بینډ E-Band فریکونسۍ د وېش سره به د موبایل خدمتونو (مخصوصا انټرنټي خدموتونو) په کیفیت کې د پام وړ ښه والی راشي او د انټرنټ سرعت به په هغه ځایونو کې پياوړی شي کوم چې اوس مهال د بکهال د ټیټ ظرفیت له امله د ستونزو سره مخ دي.

    د ۱۴۰۲ کال د قوس ۲۰ مه د اترا مطبوعاتي دفتر