Skip to content

اټرا

د هېواد د ۱۸ ولایتونو په ۲۳۰ ولسوالیو کې د لیرې پرتو او له خدمتونو بې برخې سیمو کې د ۲۷۹ نویو سایټونو د جوړولو تړون لاسلیک شو!

    د هېواد د ۱۸ ولایتونو په ۲۳۰ ولسوالیو کې د لیرې پرتو او له خدمتونو بې برخې سیمو کې د ۲۷۹ نویو سایټونو د جوړولو تړون لاسلیک شو!
    د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې د هېواد لیرې پرتو او له خدمتونو بې برخې سیموته د خدمتونو رسولو په لړ د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې ۲۷۹ مخابراتي سایټونه جوړوي. د یادو ساټونو جوړولو تړون نن د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ چې د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوی وو د ریاست الوزراء عالي مقام مالي او اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني په حضور کې د اترا ادارې د عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم او د افغان تیلکام مخابراتي شرکت د رئیس ښاغلي انجنیر علي احمد سامند ترمنځ لاسلیک شو.
    پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سکټور په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل او دا یې جوته کړه چې یاد وزارت توانېدلی تېرو دوه کلونو کې د هېواد ګڼو سیمو ته مخابراتي اسانتیاوې ورسوي او هېوادوالو ته په دې برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته کړي.
    ښاغلي وزیر صاحب زیاته کړه چې تېرو کلونو کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې له لوري ۹ پروژې سر ته رسېدلي چې په ټولو پروژو کې څه باندې۸ سوه سایټونه نصب شوي خو د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت راوروسته یادې ادارط یوازې په لسمه پروژه کې ۴۵۰ مخابراتي سایټونه په نظر کې نیولي چې د ۲۷۹ سایټونو قرارداد یې نن لاسلیک او عملي چارې به یې پیل شي.
    همداراز، د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزراء ملا محمد حسن اخند پیغام ولوستل شو، په پیغام کې د ټکنالوجۍ او مخابراتو پر اهمیت او په اوسني عصر کې د هغې په اړتیا د هر اړخیزو خبرو ترڅنګ له ټکنالوجۍ څخه د سالمې ګټې اخیستنې په هکله هم تاکید شوی وو.

    وروسته د ریاست الوزراء عالي مقام مالي او اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي د یاد تړون د لاسلیک پر مهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت د ملت او هیواد خدمت د ځان مسؤلیت ګڼي او پوره هڅه کوي چې هېوادوالو ته د ژوندانه د نورو برخو د پرمختګ ترڅنګ، د مخابراتي سکتور د ودې او پراختیا پرمټ هیوادوالو ته باکیفته مخابراتي او انټرنټي خدمتونه وړاندې کړي. چې د یادې پروژې په پلي کیدو سره به نه یوازې دا چې د افغانستان لرې پرتې سیمې له مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو برخمنې کېږي بلکې ډېری افغانانو ته به کاري فرستونه هم رامنځته شي.

    په همدې موخه جوړه شوې غونډه چې د هېواد لوړپوړو چارواکو پکې ګډون کړی و یاد قرارداد یې افغانستان لپاره ګټور او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کړنې یې د مخابراتي پوښښ په پراختیا او همدا راز د ټکنالوجۍ د ودې په برخو کې وستایلې.
    د یادولو وړ ده چې د دغه تړون له مخې به د هیواد لیرې پرتو او له خدمتونو بې برخې سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو په موخه د هیواد په (۱۸) په (۲۳۰) ولسوالیو کې ۲۷۹ سایټونه جوړیږي، چې څه د پاسه ۲۷،۳ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي . د دې پروژې په رقابتي پروسه کې افغان ټیلی کام مخابراتي شرکت ګټونکی اعلان شوی وو، چې د یادو سایټونو جوړولو تړون یې نن د اترا ادارې اوافغان تیلکام مخابراتي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
    د قوس ۱۵مه د اترا ادارې مطبوعاتي دفتر