د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې(اترا) بورډ ۲۶مه غونډه ترسره شوه!
د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظيم ادارې (اترا( د بورډ شپږویشتمه غونډه چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزير ښاغلي مولوی نجيب الله حقاني تر ریاست لاندې جوړه شوې وه، د اترا ادارې عمومي رئيس مولوی سید برات شاه آغا ندیم، تخنیکي مرستیال، د بورډ غړو، مشاورينو او رئيسانو هم په کې ګډون کړی ؤ.
په یاده غونډه کې د مخابراتي خدمتونو د تعرفو د تجزیي او تحلیل راپور پر بنسټ د او انټرنټي خدمتونو د قیمتونو ټاکلو، د اي بینډ فریکونسۍ د ویش، د سیم کارتونو د ثبت او راجستریشن او ځینې نورو موضوعاتو په هکله هر اړخیز بحث او لازمې پریکړې وشوې.
د ۱۴۰۲ کال د قوس ۵ مه د اترا مطبوعاتي دفتر