Skip to content

اټرا

د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) د مخابراتي سکتور د ودې لپاره خصوصي شرکتونه ته جوازونه صادر کړل!

    د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) د مخابراتي سکتور د ودې لپاره خصوصي شرکتونه ته جوازونه صادر کړل!

    په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د اترا ادارې د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني، د ا ترا ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم، د دې ادارې تخنیکي مرستیال، د بورډ غړو، مشاورینو، رئیسانو او د شرکتونو استازو ګډون کړی وو.

    غونډه د قرآنکریم د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني خبرې وکړې ویې ویل: د افغانستان  اسلامي امارت له قیام را په دې خوا موږ هره ورځ په هیواد کې د بېلابیلو سکتورونو په کچه د آبادۍ او بیارغونې خبرونه اورو، خوښ یو چې د همدې لړۍ پر دوام نن د هیواد د مخابراتي سکتور په برخه کې دوه شرکتونو ( ستاره آسیا نوین لمټیډ شرکت ته مخابراتي توکو د واردولو او پلور او ستریم لینک شرکت ته د انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو ملي جوازلیکونه صادروو، خو د دې ترڅنګ یاد شرکتونه مکلف دي، چې د مخابراتو قانون او په جواز کې د راغلو شرایطو د ښه او پوره تطبیق ترڅنګ په پوره امانت دارۍ خپلو خلکو او هیواد ته  ښې چوپړتیاوې وړاندې کړئ.)

    غونډه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني لخواد د جواز ونو په صادرولو او د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

    د ۱۴۰۲ کال د قوس ۵ مه د اترا مطبوعاتي دفتر