Skip to content

اټرا

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې راستنیدونکو کډوالو ته د بیړنیو مرستو راټولولو او چمتو کولو په پار له مخابراتي شرکتونو سره غونډه ترسره کړه!

    د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې راستنیدونکو کډوالو ته د بیړنیو مرستو راټولولو او چمتو کولو په پار له مخابراتي شرکتونو سره غونډه ترسره کړه!

    په هغه ناسته کې چې همدې موخه د اترا ادارې د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي نجم الدین ملاخیل، ددې ادارې رئیسانو او د مخابراتي شرکتونو استازو ګډون کړی وو.

    د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي نجم الدین ملاخیل هېواد ته راستنیدونکو کډوالو سره د مخابراتي شرکتونو لخوا د بیړنیو مرستو راټولولو لپاره په یو میکانیزم رامنځ ته کولو او ښکیلو ادارو تر منځ د همغږئ پر بنسټ هغوی ته د مرستو رسولو  په اړه خبرې وکړې، او ټينګار یې وکړ چې هرڅومره ژر کیږي خپلې موخې او پلانونه له اترا ادارې سره په رسمي ډول شریک کړي.

    د یادولو وړ ده چې د مبایل له طریقه د راستنیدونکو کډوالو ته د ګرانو هیوادوالو داوطلبانه مرستې د طرزالعمل مسوده د مخابراتي شرکتونو له استازو سره د جلساتو وروسته ترتیب او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د بورد په فوق العاده جلسه کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزیر  په مشرۍ جوړه شوې وه له هر اړخیز بحث  وروسته د تایید وړ وګرځیده. هیوادوال به ډیر ژر وکولی شي چې په داوطلبانه ډول د خپل وس او توان په اندازه له راستنیدونکو کډوالو سره د ۴۰۰ شاټ کوډ له لارې مرسته وکړي. همداراز، د مخابراتو وزارت او اترا ادارې په هدایت ټول مخابراتی شرکتونه د راستنیدونکو کډوالو میشت ځایونه ( سپین بولدک، تورخم) تر مخابراتي پوښښ لاندې راوستو ترڅنګ راستنیدونکو کډوالو ته هره ورځ د مهاجرت اسنادو پر بنسټ په زرګونه وړیا سیمکارتونه ورکوي.

    د ۱۴۰۲ کال د عقرب ۲۰مه د اترا مطبوعاتي دفتر