Skip to content

اټرا

د ټولیز لاسرسي د لسمې پروژې د درېیم لاټ له داوطلبو شرکتونو سره د پروسې له پیلیدو مخکې معلوماتي غونډه جوړه شوه.

     

    د ټولیز لاسرسي د لسمې پروژې د درېیم لاټ له داوطلبو شرکتونو سره د پروسې له پیلیدو مخکې معلوماتي غونډه جوړه شوه.

    د عقرب ۱۶مه ۱۴۰۲

    د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د سراسري لاسرسي اړوند لسمې پروژې د دریم لاټ د داوطلبۍ پروسې د څرنګوالي، له ګډونوالو شرکتونو سره د معلوماتو شریکولو او دهغوی پوښتنو ته د ځواب ویلو په موخه معلوماتي غونډه ترسره کړه. په یاده غونډه کې د اترا ادارې د پلان او پراختیا رئیس انجنیر محمد داود قلندري او د یاد ریاست آمرینو او د لسمې پروژې په دریم لاټ کې د ګډون کوونکو داوطلبو شرکتونو استازو ګډون کړی وو. غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پلان او پراختیا رئیس ښاغلي انجنیر محمد داود قلندري د سراسري لاسرسي د لسمې پروژې د دریم لاټ اړوند آفرونو د تدارکاتي پروسو او نورو موضوعاتو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، چې ګډون کوونکو شرکتونو په خپل وار سره خپلې پوښتنې مطرح او د مسوولینو له لوري ورته په بېلابیلو برخو کې اړین معلومات ورکړل شول.

    د یادولو وړ ده چې د مخابراتي خدمتونو پرمختیایي بودجې څخه د سراسري لاسرسي اړوند پروژو له لارې له لومړۍ تر نهمې پروژې پورې ټول ټال ۸۶۰ مخابراتي آنتونونه د هیواد په بېلابیلو سیمو کې نصب او فعال شوي دي. د دې لړۍ په لسمه پروژه کې بیا ټول ۴۵۰ سایټونه شامل دي، چې په لومړي پړاو کې د هیواد په پنځو ولایتونو (کابل، بدخشان، زابل، نورستان او ارزګان) کې د۹۰ سایټونو جوړولو چارې شاملې وې چې قراردادونه یې لاسلیک شوي دي. په دوهم لاټ کې بیا ۲۷۹ سایټونه شامل دي چې تدارکاتي پروسه یې په بشپړیدو ده او په دریم لاټ کې بیا د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۱۹ مخابراتي سایټونو جوړولو چارې شاملي دي، چې څه موده وړاندې آزادې سیالۍ ته وړاندي شوي دي.