د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) اداري ناسته ترسره شوه.
۱۴۰۲ کال د عقرب ۱۵ مه
دغه ناسته چې د اټرا ادارې د عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم تر ریاست لاندې جوړه شوې وه، د اترا ادارې مالي او اداري معاون، د بورډ غړو، تخنیکي متخصصینو، رئیسانو او امرینو ګډون کړی وو. په یاده ناسته کې د مخابراتي خدمتونو د لا ښه تنظیم، د اداري او خدماتي چارو د چټکتیا او راتلونکو پلانونو او ځینو نورو موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو. د دې ترڅنګ د ریاستونو نظرونه او وړاندیزونه واوریدل شول، چې د لاښو او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو په پار هغوی ته اړینې لارښونې وشوې.