Skip to content

اټرا

د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د ارزونې په موخه ننګرهار زون ته د اترا ادارې مشرتابه سفر!

    د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د ارزونې په موخه ننګرهار زون ته د اترا ادارې مشرتابه سفر!

    د روان کال د میزان په ۲۷ مه نېټه چې د ۱۴۴۵ کال د ربیع الثاني میاشتې د ۴ مې نېټې سره سمون خوري د اترا ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم او ورسره مل پلاوي د مخابراتي خدمتونو د کیفیت، پوښښ او روان وضعیت د ارزونې او څرنګوالي په موخه ننګرهار زون ته سفر وکړ.
    په یاد سفر کې د اترا ادارې عمومي رئیس د ننګرهار ولایت مخابراتو او معلوماتی تکنالوجی رئیس او د اترا ادارې د ننګرهار زون آمریت همکارانو په شمول اترا ادارې د کنړ، لغمان او نورستان استازو او د مخابراتی شرکتونو د زون مسئولینو سره لیدنه ترسره کړه. د ننګرهار زون اترا آمریت کار کوونکو او د مشرقي زون د مخابراتی شرکتونو مسؤلینو خپل ګزارشونه، ستونځې او وړاندیزونه د پلاوي سره شریک کړل.

    د اترا ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم د ادارې په فعالیتونو اولاسته راوړنو رڼا واچوله  او د ننګرهار زون لپاره یې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې په راتلونکو پلانونو خبرې وکړې، او په یاد زون کې یې د مخابراتي پوښښ د پراختیا او لا ښو او باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو په هکله اړوندو ادارو او د مخابراتي شرکتونو استازو ته لازمې لارښوونې وکړې.