د ډیلې ولسوالۍ په سوټ کلي کې د روشن مخابراتي شرکت اړوند یو مخابراتي سایټ جوړ او خدمات یې پیل کړل.
د مخابراتي پوښښ د پراختیا په لړ کې داځل د پکتیکا ولایت د ډیلې ولسوالۍ په سوټ کلي کې د روشن مخابراتي شرکت لخوا یو سایټ جوړ او عملاً یې فعالیت پیل کړ، د یاد سایټ په فعالیدو سره به د ډيلې او خوشامندو ولسوالۍ ډيری سیمې د مخابراتي او ۲جي انټرنټي خدمتونو برخمنې شي، چې ورسره به د یادې سیمې خلکو ستونزې تر ډيره حل شي.