Skip to content

اټرا

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

    د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

    ۶/۷/۱۴۰۲

    د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سره د مخابراتي خدمتونو د مشترکینو د هویت د تثبیت په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

    په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت کې جوړ شوې وه، د یاد وزارت وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني، د اترا ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم، د احصایي او معلوماتو ملي ادارې رئیس ښاغلي ډاکټر فقیرمحمد زیار او د اړوندو ادارو رئیسانو ګډون کړی وو.

    د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني د یاد تړون  د لاسلیک کولو پر مهال وویل: د مخابراتو وزارت تر چتر لاندې اترا اداره ویاړې چې د هیواد د له نورو ادارو سره د معلوماتي تکنالوجۍ او سیستمونو د پیاوړتیا په برخه کې هوکړه لیکونه لاسلیک کوي، زیاته یې کړه؛ خوښ یو چې د برښنایي حکومتولۍ پر لور یو بل مثبت ګام اخلو، دا تړون به نه یوازې دا چې په افغانستان کې د هویت د تثبیت ستونزه حل کړي، بلکې په دې سره به موږ په ډيرې آسانۍ سره وکولای شو چې په هیواد کې د غیر قانوني سیمکارټونو د خرڅلاو او له هغې څخه د ناوړه ګټې اخستنې مخه ډب او په دغه برخه کې  پوره شفافیت رامنځ ته کړو.

    ورپسې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رییس ښاغلي ډاکتر فقیر محمد زیار هم افغانستان کې د الکټرونیکي پیژندپاڼو له سیسټم سره د سیمکارټونو د ثبت او راجسټریشن پروسې نښلول ګټه وره چاره  او د وخت اړتیا وبلله .

    یاد هوکړه لیک چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني او د احصایي او معلوماتو ملي ادارې رئیس ښاغلي ډاکټر فقیرمحمد زیار ترمنځ لاسلیک شو، پر بنسټ به یې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د مشترکینو د هویت د تثبیت لپاره د برېښنايي پیژندپاڼو له سیسټم سره د سیمکارټونو د ثبت او راجستریشن سیسټم ونښلول شي، چې ورسره به له سیمکارتونوڅخه د غیرقانوني او ناوړه ګټې اخیستنې چاري په بشپړه توګه پای ته ورسیږي.