Skip to content

اټرا

د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) د مخابراتي سکتور په برخه کې لس بیلابیل جوازونه او جوازلیکونه صادر کړل!

     

    د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) د مخابراتي سکتور په برخه کې لس بیلابیل جوازونه او جوازلیکونه صادر کړل!

    ۳/۷/۱۴۰۲

    په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د اترا ادارې د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني، د ا ترا ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم، د دې ادارې تخنیکي مرستیال ، مالي او اداري مرستیال ، د بورډ غړو، رئیسانو او د بیلابیلو شرکتونو استازو ګډون کړی وو.

    غونډه د قرآنکریم د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني خبرې وکړې ویې ویل “ د اسلامي امارت له راتګ را په دې خوا په هیواد کې د سراسري امن او سولې ټینګښت سره سم موږ هره ورځ د بیارغونې خبرونه اورو اوس په هیواد کې د بیا رغونې لپاره ښه چاپیریال رامنځ ته شوی، هیواد وال او بیروني پانګوال په پوره ډاډ سره کولی شي چې د هیواد په بیا رغونې کې له موږ سره برخه واخلي.”

    ښاغلي وزیر صیب د خپلو خبرو په ترڅ کې شرکتونو ته په خطاب کې وویل، خوښ یو چې په مخابراتي سکتور کې د خدمت وړاندې کولو لپاره تاسو ته جوازونه صادروو، خو د دې ترڅنګ تاسو مکلف یاست چې د مخابراتو قانون او په جواز کې د راغلو شرایطو د ښه او پوره تطبیق ترڅنګ په پوره امانت دارۍ خپلو خلکو او هیواد ته باکیفیته خدمتونه وړاندې کړئ.

    په یاده غونډه کې لسو شرکتونو او ادارو؛ لوړو زده کړو وزارت ته د VAS، روشن مخابراتي شرکت ته د ملي فایبر، د فایبرتکنالوجۍ خدمتونو شرکت ته د ښاري نوري فایبر، کویکا افغانستان ته د آی اس پی ملي جواز، خدمات تکنالوجي معلوماتي ایمیجن اینوویشن موبایل ته د VAS جوازلیک، شرکت خدمات نیتورګنګ لترو ته د  تخنیکي او ټکنالوجیکي حل وړاندې کوونکو د ب کټګورۍ TTSP -B ، الهام وحدت لوجسیتیکي خدمتونو، نعمان غزنوي لوجیستکي او ساختماني خدمتونو شرکت او د محمد منصوري د سرک جوړونې او ساختماني انجنیري شرکتونو ته د TTSP -D جوازلیکونو او آریا قادري تجارتي شرکت ته د SP جوازلیکونه صادرشول.

    په پای کې د شرکتونو په استازیتوب د روشن مخابراتي شرکت د دولتي ادارو او ساحوي چارو رئیس ښاغلي سید عزت الله هاشمي خبرې وکړې ویې ویل، موږ دې ته ژمن یو چې په ټول توان او پوره امانت دارۍ سره په اړوندو جوازونو که له ټاکل شویو شرایطو سره سم خپلو خلکو ته باکیفته خدمتونه وړاندې کړو.

    غونډه د دعایې په لوستلوسره پای ته ورسیده.