Skip to content

اټرا

اترا ادارې د څلورو تخنیکي او مسلکي بستونو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې آزموینه واخېسته!

    اترا ادارې د څلورو تخنیکي او مسلکي بستونو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې آزموینه واخېسته!

    ۲۲/۶/۱۴۰۲

    اترا ادارې د مسلکي کسانو د موندنې او ګومارنې په لړ کې نن د څلورو خالي بستونو لپاره آزموینه واخیسته.

    دغه ازموینه چې د دې ادارې د مالي اواداري مرستیال مفتی نجم الدین ملاخیل او د دې ادارې د لوړ پوړو چارواکو تر نظر لاندې د استخدام ګمیتې په حضور کې د بشري سرچینو ریاست لخوا په لار اچول شوې وه،  د څلور مسلکي او تخنیکي بستونو؛ د نمونې اخیستنې ټیم لیډر، د نمونې اخیستنې مسلکي غړي،  د طیف مانیتورینګ مسلکي غړي او افزون بر ارزش مسلکي غړي بستونو لپاره، چې څه موده وړاندې اعلان ته سپارل شوي و، واخیستل شوه، د یادو شویو څلور بستونو لپاره ۹۹ کسانو په ازموینه کې برخه اخیستې وه، چې د پروسې له بشپړیدو وروسته به د لیاقت، پوهې او مسلک پر اساس څلور  وړ کسان په یادو بستونو کې په دندو وګمارل شي.