Skip to content

اټرا

د افغان بیسم مخابراتي شرکت لخوا د کابل – مزارشریف، حیرتانو بندر ترمینځ د نوري فائبر وصلولو پروژه بشپړه شوه!

     

    د افغان بیسم مخابراتي شرکت لخوا د کابل – مزارشریف، حیرتانو بندر ترمینځ د نوري فائبروصلولو پروژه بشپړه شوه!

    1402/6/20

    په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د افغان بیسم مخابراتي شرکت په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه د اترا ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغاه ندیم، د دې ادارې تخنیکي مرستیال عطا محمد یاري، د بیات بنسټ مشر احسان الله بیات، او د افغان بسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي والله سروري او ګڼ شمیر هېوادوالو ګډون کړی وو.

    پرانېسته د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه ورپسې د افغان بسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي والله سروري د پروژې په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل. ښاغلي سروري اوئیل “مونږ غواړو چې افغانستان په ډیجټل هب بدل کړو او دا پروژه د دې هدف ته د رسېدو لپاره یو ګام دی. اوس مونږ د منځنۍ اسیا له لارې د اروپا سره وصل شو.” همدا راز د اترا ادارې تخنیکي مرستیال د خپلو خبرو په کې وویل، نوري فایبر د مخابراتي خدمتونو په کیفیت د انټرنیټي خدمتونو دبیو په کموالي او هېوادولو ته د ښه خدماتو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبوي. ښاغلي یاري د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له رهبرۍ مننه وکړه او په نورو مخابراتي شرکتونو یې غږ وکړ ترڅو د فائبر د زیربناوو په برخه کې پانګه اچونه وکړي.

    د نوري فائبر دا پروژه چې له پلازمینې کابل څخه د مزارشریف تر حیرتانو بندر پورې ټول ټال ۵۵۰ کیلومتر اوږدوالی لري، ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر لګښت پرې راغلی دی.