Skip to content

اټرا

د هیواد په دریو ولایتونو کې د ۷ سایټونو جوړولو قرارداد لاسلیک شو!

    د هیواد په دریو ولایتونو کې د ۷ سایټونو جوړولو قرارداد لاسلیک شو!

    ۱۴۰۴/۶/۱۵

    د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) او دوه و مخابراتي شرکتونو تر منځ د  څه باندې ۷۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د اووه سایټونو د جوړېدو قرارداد لاسلیک شو.

    په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني، د اترا ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم، د اترا تخنيکي مرستیال عطا محمد یاری، مالي او اداري مرستیال مفتي نجم الدین ملاخیل، د اترا ادارې د بورډ غړو، رئيسانو، د افغان بیسم مخابراتي شرکت د عامل هیئت رئیس ښاغلي علي والله سروري، د ام ټي ان مخابراتي شرکت استازي عبدالمالک قاضی زاده ، د افغان امید شرکت مسوول او د یو شمېر رسنیو استازو ګډون کړی وو.

    غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د تلاوت وروسته د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر په خپلو خبرو کې اوئیل، خوښ یو چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند اترا اداره د هیواد د بیا جوړونې په برخه کې بل ګام اخلي. اوسنیو حالاتو ته په کتو موږ هره ورځ د هیواد په ګوټ ګوټ کې د بیا رغونې او آبادۍ شاهدان یو قدرمند وزیر صیب زیاته کړه، الحمدلله له پنځه څلویښت کلونو بدبختیو وروسته داسې یوه موقع په لاس راغلې ده چې تر یو قیادت لاندې د خدمت کولو زمینه راته برابره شوې ده، موږ باید په ګډه له دې طلایي فرصت ګټه پورته او هیوادوالو ته د مخابراتي سکتور په برخه کې لا زیاتې چوپړتیاوې وړاندې کړو.

    ورپسې د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم او دریو شرکتونو ام ټي ان، افغان بیسم او امید افغان شرکت ترمنځ په دریو ولایتونو کې د (۷۲،۲۵۹،۹۸۲)  افغانیو په لګښت د ۷ سایټونو جوړولو قراردادونه د مخابراتو وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني په حضور کې لاسلیک شول.

    همدا راز د افغان بیسم مخابراتي شرکت د عامل هیئت رئیس ښاغلي علي والله سروري  په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې په ټول توان سره به هیوادوالو ته د باکیفیته مخابراتي او انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې هلې ځلي وکړي او هیڅ راز همکاري به ونه سپموي.

    وروسته د ام ټی ان مخابراتي شرکت استازي عبدالمالک قاضی زاده هم په خپل وار سره خبرې وکړې او د یادې پروژې د پیل لپاره د بشپړ چمتوالي ترڅنګ یې ژمنه وکړه چې په پوره امانت دارۍ سره به د باکیفته مخابراتي او انټرنټي  چوپړتیاوو وړاندې کولو لپاره هلې ځلې کوي.

    د یادولو وړه ده چې په لومړي قرارداد کې د (۵۱،۸۴۵،۱۳۶) افغانیو په لګښت د هیواد په دریو ولایتونو( میدان وردګ، نورستان او پکتیکا) ولایتونو اړوندو پنځو ولسوالیو کې د پنځو سایټونو جوړول شامل دي. په دوهم قرارداد کې د (۲۰،۴۱۴،۸۴۶) افغانیو په لګښت د جلال آباد کنړ لارې په اوږدو کې د دوه سایټونو جولو چارې شاملې دي چې د ام ټي مخابراتي شرکت سره لاسلیک شو. پاتې دې نه وي چې یادو مخابراتي سایټونو د جوړولو چارې به د یو کال په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپآرل شي.

    د اترا اداره په پام کې لري  د ۲۷۹ نورو مخابراتي سایټونو قرارداد چې د ۲۷ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت دی نیږدې راتلونکي کې له ګټونکو شرکتونو سره عقد کړي د یاد قرارداد له بشپړېدو سره به د هېواد ډېری برخې تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي او هغه سیمې به تر پوښښ لاندې راولي چې تر دې دمه له مخابراتي او انټرنټي خدمتونو بې برخې پاتې شوي.