Skip to content

اټرا

د هیواد په کچه د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ( ډرایف ټیسټ) عملیه ترسره او د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو سره شریکه شوه!

     

    د هیواد په کچه د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ( ډرایف ټیسټ) عملیه ترسره او د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو سره شریکه شوه!

    ۱۴۰۲ د وږي ۸

    د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو له کیفیت څارنه؛ د اترا ادارې له اساسي دندو څخه ګڼل کیږي، ترڅو ډاډ تر لاسه شي، چې خدمتونه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د قانون له حکمونو، اړوندو کړنلارو او  په جواز کې له راغلو شرایطو سره سم ترسره او وړاندې کیږي. د یادې موخې د تحقق او پلي کیدلو لپاره اترا ادارې د هیواد د ټولو ولایتونو په کچه د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د کیفیت معلومولو (درایف ټیسټ) عملیه ترسره کړه.

    د یادې عملیې راپور او پایله نن په رسمي ډول د یوغونډې په ترڅ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیرالحاج مولوي نجیب الله حقاني له لوري د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو سره شریک شو.  په دغه غونډه کې د اترا ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي برات شاه اغا ندیم، د ټولو مخابراتي شرکتونو استازو، د اترا ادارې د بورډ غړو او رئیسانو هم ګډون کړی وو،  مخابراتي شرکتونو ته په جدي توګه سپارښتنه وشوه چې د کیفیت ښه والي او شته ستونزو د حل او هیوادوالو ته د باکیفیه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې لازمې کړنې ترسره کړي.

    د یادولو وړ ده چې اترا داره په هره ربعه کې  د مخابراتي خدمتونو د کیفیت اندازه کولو عملیه (ډرایف ټیسټ) ترسره کوي، خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ وروسته په ټول هیواد کې د مخابراتي خدمتونو د کیفت اندازه کولو (ډایف ټیسټ) عملیه ترسره کيږي.