د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) بورډ د روان کال په شپاړسمه غونډه کې د پلان او پراختیا، طیف منجمنټ، حقوق او جواز او نظارت و کنټرول او تحلیل او رقابت او مالي ریاستونو اړوند وړاندیزونو په هکله بحث وکړ. په دغه غونډه کې د یادو ریاستونو اړوند وړاندیزونو بحث ترسره او د بیلابیلو موضوعاتو په هکله د موظفو کمیټو راپورونه د بورډ لخوا واوریدل شول او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.