اترا ادارې د دریو تخنیکي او مسلکي بستونو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې آزموینه واخیسته.
۳۱ اسد ۱۴۰۲
اترا ادارې د مسلکي کسانو د موندنې په لړ کې نن د دغې ادارې د کنفرانسونو په تالار کې د دریو بستونو لپاره آزموینه واخیسته.
دغه ازموینه چې د دې ادارې د لوړ پوړو چارواکو تر نظر لاندې د یوې ځانکړې ګمیتې په حضور کې د بشري سرچینو ریاست لخوا په لار اچول شوې وه، د دریو مسلکي او تخنیکي بستونو؛ د تخنیکي تفتیش آمریت، د شرکتونو د مالي راپورونو د تحلیل آمریت او د سیالۍ روغ چاپیریال رامنځ ته کولو آمریت بستونو لپاره، چې څه موده مخکې اعلان ته سپارل شوي و، واخیستل شوه، چې د پروسې له بشپړیدو وروسته به د لیاقت، پوهې او مسلک پر اساس درې وړ کسان په یادو بستونو کې په دندو وګمارل شي.