Skip to content

اټرا

اترا اداره د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې ۲۷۹ نوي مخابراتي سایټونه جوړوي

    اترا اداره د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې ۲۷۹ نوي مخابراتي سایټونه جوړوي

    ۱۴۰۲/۵/۱۱

    په دغه غونډه کې چې د اترا ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم په مشرۍ جوړه شوې وه، د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي نجم الدین ملاخیل د اړوندو څانګو رئیسانو او د لسمې پروژې داوطلبي پروسې ته آفر وړاندې کوونکو شرکتونو استازو ګډون کړی وو.

    یاده غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ښاغلي ندیم د غونډې ګډون والو ته ښه راغلاست وویل او د داوطلبي پروسه کې د ګډون له امله یې له هغوی مننه وکړه. ورپسې مفتي نجم الدین ملاخیل د سراسري لاسرسي د لسمې پروژې د دوهم لاټ  آفرونو د تدارکاتي پروسې د روڼتیا، د پیل او پای د نیټې او ټاکل شویو شرایطو په پلي کیدو ټینګار وکړ، زیاته یې کړه اترا اداره هڅه کوي چې ټول هیواد ته مخابراتي او انټرنټي خدمتونه ورسوي ترڅو هر هیوادوال وکولی چې د هیواد په هر ګوټ کې یادو خدمتونو ته لاسرسی ولري.

    ورپسې د ټاکل شوې کمیټې لخوا د ګډون کونکو شرکتونو په شتون کې د آفرونو خلاصولو پروسه پیل شوه، چې د آفرونه له تدارکاتي او تخنیکي ارزونې وروسته به ګټونکي شرکتونه اعلان شي.

    د یادولو وړ ده چې د مخابراتي خدمتونو پرمختیایي بودجې له لارې له لومړۍ تر نهمې پروژې پورې د هیواد په کچه په بېلابیلو ولایتونونو کې ټول ټال ۸۶۰ مخابراتي آنتونونه نصب او فعال شوي او د دې لړۍ په لسمه پروژه کې په مجموعي توګه ۴۵۰ سایټونه شامل دي، چې په لومړي پړاو کې د هیواد په پنځو ولایتونو (کابل، بدخشان، زابل، نورستان او ارزګان) کې د۹۰ سایټونو جوړولو چارې آزادې سیالۍ ته وړاندې شوې وې چي اوس یې عملي چارې جریان لري او د یادې پروژې په دوهم لاټ کې د هیواد په ۱۸ ولایتونو(فاریاب، ننگرهار، پکتیکا، کندهار، غزني، کندز، هلمند، میدان وردگ، جوزجان، بادغیس، کنړ، غور، نیمروز، ارزگان، نورستان، بدخشان، زابل، قندهار، د کابل جلال آباد او زابل لویې لارې په اوږدوکې) د ۲۷۹ نويو مخابراتي سایټونه جوړولو چارې شاملې دي، چې د یو کال په اوږدو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې وړاندې شي.