Skip to content

اټرا

     

    د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو پیرودونکي اوس کولای شي، چې پر( ۹۹۹ تلیفون شمیرې، ایمیلونو، مکتوبونو، واټسپ شمیرو او نورو لارو) سربېره  د مخابراتي خدمتونو اړوند خپل شکایتونه د اترا ادارې لخوا د جوړ شوي آنلاین پورتال ( atra.host/cms )  له لارې نېغ په نېغه او یا هم په همدغه پورتل کې د یو حساب (اکاونټ) جوړولو له لارې په آنلاین بڼه ثبت کړي. اترا اداره د پروسې له بشپړیدو وروسته موجه او معقول شکایتونه له مخابراتي شرکتونو سره شریکوي او وروسته د همدې پورتال له لارې په آنلاین بڼه د (د شکایت کوونکي، اړوند مخابراتي شرکت او اترا ادارې) لخوا تر بحث لاندې نیول کیږي او د حل په موخه یې اړینې کړنې ترسره اوشکایت کونکي ته یې پایله په لیکلې بڼه د یاداښت او یا هم د هغه برښنالیک له لارې چې له مخکې یي د پورتال په فورمه کې ثبت کړي، استول کیږي.

    اترا اداره هیوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د ټولو هغو نویو او موثرو لارو څخه چې د تکنالوجۍ او خدمتونو د پراختیا او کیفیت لوړولو لپاره اړینې وي او زموږ د خلکو د ژوندانه د پرمختګ، اقتصادي پایداري او عامه خدمتونو ته د لاسرسی په چارو کې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو لامل شي کار اخلي.