Skip to content

اټرا

د اترا ادارې نوي ټاکل شوي تخنیکي مرستیال د دې ادارې له رییسانو او آمرینو سره تعارفي ناسته وکړه

    د اترا ادارې نوي ټاکل شوي تخنیکي مرستیال د دې ادارې له رییسانو او آمرینو سره تعارفي ناسته وکړه.

    په دغه ناسته کې چي د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم تر ریاست لاندې جوړه شوې وه د دې ادارې رئیسانو او آمرینو هم ګډون کړی وو.

    غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د اترا ادارې عمومي رئیس، نوي ټاکل شوي تخنیکي مرستیال ښآغلي انجنیر عطامحمد یاري ته په دغه بست د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت رهبري د هیواد بیارغوني ته ژمن دی او په ټول توان سره به د هیواد مخابراتي سکټور د ودې او مخابراتي بنسټونو د رغونې په برخه کې هڅې کوو.

    وروسته د اترا ادارې نوي ګمارل شوي تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیرعطامحمد یاري د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل اترا یو تخنیکي اداره ده، چې په هیواد کې د مخابراتي خدمتونو تنظیم او په مخابراتي مارکیټ کې د سالمې سیالۍ رامنځ ته کولو دنده په غاړه لري. ښاغلي یاري زیاته کړه ددې ادارې له ټولو  کارکونکو سره به په ګډه د افغانستان په ځانګړې توګه د مخابراتي سکتور د ودې او پرمختګ لپاره کار کوو.

    د یادولو وړ ده، چې ښاغلي انجنیر عطامحمد یاري له دې وړاندې اترا اداره کې د عمومي  ریاست تر کچې بستونو باندې کار کړی دی، چې په مخابراتي سکتور کې اوږده مخینه او پوره تجربه لري، چې په بیا راتګ سره به یې د اترا ادارې تخنیکي چارې لا پسې ګړندۍ شي.