Skip to content

اټرا

د ښو او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو او ورځنیو چارو د ښه سمون په هکله اداري ناسته وشوه

    د ښو او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو او ورځنیو چارو د ښه سمون په هکله اداري ناسته وشوه.
    ۱۴۰۱ د مرغومي ۱۲
    د اترا ادارې مشرتابه هیئت ددې ادارې له ریسانو او آمرینو سره د اداري چارو د لا ښه پرمخ وړلو، په چارو کې د سمون او ښه سمبالښت په اړه ناسته وکړه. په دغه ناسته کې د اترا ادارې د اړتیاوو پیژندلو، د چارو او فعالیتونو د موثریت او اغیزمنتیا په موخه د داخلي اداري پروسجرونو، ستونزو، تر لاس لاندې او راتلونکو پلانونو او نیمګړو تخنیکي پروژو د څرنګوالي په هکله هر اړخیزې خبرې ترسره او اړوندو څانګو ته اړینې لارښوونې وشوې.