Skip to content

اټرا

په غیر قانوني ډول د مخابراتي سکټور په چارو کې د لاسوهنې خبرتیا!

    په غیر قانوني ډول د مخابراتي سکټور په چارو کې د لاسوهنې خبرتیا!

     

    اعلامیه
    ۱۴۰۳ کال د وري میاشتې ۴ نیټه
    د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځلې راتګ او قایمېدو سره سم د هیواد په کچه بیلابیلو سکټورونو کې د بیارغونې چارې په چټکۍ سره پیل شوې له دې څخه یو هم د مخابراتو سکټور و چې ورستیو کې یې د بیلابیلو لاملونو له امله زیان لیدلی و، خو له نیکمرغه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مشرتابه د یاد سکتور د بیا رغونې او ودې لپاره مټې را ونغاړلې او په دې برخه کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې، چې د دې سکټور له بیارغونې سره هم مهاله یې د هیواد لیرې پرتو او له خدمتونو بې برخې سیمو ته د خدمتونو غځولو هڅې لاپسې ګړندۍ کړې.
    د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او اترا ددې ادارې له پرمختیایي بودیجې څخه په ټول هېواد کې د ۴۵۰ نويو مخابراتي سایټونو د جوړولو پروژې چارې پیل کړې او یاده پروژه یې په دریو لاټونو کې آزادې سیالۍ ته وړاندې کړه، چې د مخکني پلان له مخې د اکثریت سایټونو د جوړولو چارې پای ته رسیدلې او د ځینو بیا روانې دي.
    په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې دي چې ګواکي ځینې کسان په دې نامه د پیسو غوښتنه کوي چې ګواکي دوی کولای شي خلکو ته د هغوی په کورونو یا ملکیت کې مخابراتي انټن نصب کړي، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د مخابراتي سایټونو د ځای ځایګي په ټاکلو کې د مخابراتو وزارت، اترا اداره او اړوند مخابراتي شرکت څخه د جوړ شوي پلاوي پرته بل هیڅوک نه شي کولای چې ځای وټاکي او یا یې بل ځای ته و لیږدوي.
    په همدې اساس د مخابراتو وزارت او اترا اداره له ټولو هیوادوالو غواړي چې د د اسې کسانو په خبرو ونه غولیږي، بلکه له داسې خلکو سره دمخ کیدو په صورت کې هغوی امنیتي ارګانونو ته ور و پیژني او یا یې هم معلومات ولایتي ریاستونو سره شریک کړي.
    د یادولو وړده چې د مخابراتو وزارت او د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم اداره د مخابراتي سایټونو د جوړولو کړنلارې له مخې د ځایي خلکو د شکایت پر بنسټ، د مخابراتو ریاست، اترا ادارې او مخابراتي شرکت له استازیو څخه د جوړ شوي ګډ پلاوي د تخنیکي سروې له مخې داسې ځای په ګوته کوي، چې د سیمې اکثریت نفوس او سیمه تر پوښښ لاندې راولي او بیا یې ټاکي.
    د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې مشرتابه ستاسو محترمو هیوادوالو شکایتونو ته د رسیدو په موخه ۹۹۹ وړیا شمیره فعال کړي ده، تاسو کولی شئ چې د مخابراتي سکتور اړوند هر ډول شکایتونه له دې لارې اترا ادارې سره شریک کړئ.
    درنښت
    مخابراتي خدمتونو دتنظیم ادارې (اترا)