Skip to content

اټرا

پر لس سلنه مخابراتي محصول د څارنې سیستم ( آر ټي ډي ایم ایس) د فعالیت او نښلونې قرارداد لاسلیک شو.

    پر لس سلنه مخابراتي محصول د څارنې سیستم ( آر ټي ډي ایم ایس) د فعالیت او نښلونې قرارداد لاسلیک شو.

    مالیه د دولتونو له مهمو عایداتي سرچینو ګڼل کېږي او د یو هېواد ټول وګړي مکلف دي، چې د خپل دولت د لګښتونو برابرولو لپاره مالیه ورکړي، پر همدې بنسټ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې د مخابراتي مشترکینو څخه د مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو په بدل کې د لس سلنه مخابراتي محصول اخېستلو په پار  یو کړنلاره ترتیب کړه چې په اساس یې له ټولو مخابراتي مشترکینو څخه د کریډیت د زیاتولو پر وخت لس سلنه محصول وضع کیږي او د دولت د لګښتونو برابرولو په خزانه کې جمع کیږي، چې د لس سلنه محصول راغونډولو پروسه په لاندې ډول ترسره کېږي:

    • د مخابراتو وزارت، اترا ادارې او مالیې وزارت لخوا یوه فورمه ترتیب شوې ده، چې ټول مخابراتي شرکتونه په هرو ۱۵ ورځو کې یاده فورمه د مخابراتو وزارت سره شریکوي.
    • د دې فورمې په اساس مخابراتي شرکتونو ته تعرفه ورکول کېږي او شرکتونه د راټول شوو عوایدو ۱۰ سلنه د مخابراتو وزارت بانکي حساب ته جمع کوي، چې بیا د دولت عمومي بانکي حساب ته انتقالیږي.
    • د مخابراتو وزارت، اترا ادارې او مالیې وزارت یو ګډ هئیت ټاکل شوی، چې هره میاشت مخابراتي شرکتونه له نږدې څاري او د دوي په سیسټمونو کې راټول شوي عواید بررسي کوي.

    د یادې پروسې د لا شفافیت په پار د وخت حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ریل ټایم یا RTDMS په نوم سیسټم باندې کار پیل کړی وو. ( ار ټي ډي ایم ایس سیسټم د مخابراتي شبکو د مالي ارقامو د ثبت، نظارت او راپور ورکونې یو اتومات سېستم دی چې ځای پر ځای د مخابراتي خدمتونو له استفادې سره هم مهاله په اتومات ډول مالي ارقام په سیستم کې ثبتوي او له مخابراتي شرکتونو څخه د عوایدو په راټولولو کې شفافیت رامنځ ته کوي).

    د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې د دې سیستم رامنځته کولو په موخه له یو بهرني شرکت سره قرارداد لاسلیک کړی وو، چې د حکومت له راپرځیدو سره سم د قراردادي شرکت کارکونکي له هیواده ووتل او د آر ټي ډي ایم اس سیستم چارې نیمګړې پاتې شوې.

    د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره سم د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې د یاد سیستم د فعالولو او نښلونې لپاره هڅې پیل کړې، چې له ډيرو کوښښونو وروسته یې له قراردادي شرکت سره اړیکه ټینګه او له اوږدو بحثونو وروسته یې د سیستم د فعالولو لپاره خپل چمتو والی وښود، چې دواړه لوري د قرارداد په ځینو مادو کې په بدلون راوستو سره سلا شول او د قرارداد په اصلي شرایطو کې له بدلون پرته د مالیاتو په ګډون د یادې پروژې قیمت له یوولس میلیونه یو سل او شپږدیرش زره څلوره سوه یو دیرش (11,136,431) امریکایي ډالرو څخه اووه میلونه نهه سوه نوي زره دوه سوه څلویښت (7,990,240) امریکایي ډالرو ته را ښکته کړل شو.

    د یادولو وړ ده، چې د ار ټي ډي ایم ایس سیسټم پروژې قرارداد په (1397-12-9) نيټه چې له (2019-2-28) میلادي نیټې سره سمون خوري، د وخت د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او  لېټرو/بوسټوس خارجي شرکت تر منځ لاسلیک شوی وو، چې د پروژې له تعدیل وروسته بیاځلي د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې لخوا د قرارداد د ځینو موادو له بدلون وروسته په (۱۴۴۵-۸-۱۵) هـ ق نیټه له لیټرو قراردادي شرکت سره لاسلیک شو، چې له دې سره د مخابراتي شرکتونو له لومړنیو سرچینو سره د سیستم په نښلولو او د پاتې اتیا سلنې برخې سیستم په جوړولو هم عملي کار پیل شو. همداراز، قراردادي شرکت مکلف کړل شو چې د سیستم پاتې برخه به د یو کال په اوږدو کې تکمیلوي او وروسته به یې د کوډ په ګډون ټولې چارې په بشپړه توګه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت  د اترا ادارې په واک کې ورکوي او له سیسټم سره به د قراردادي شرکت هر ډول اړیکه پرې کیږي.

    د ۱۴۰۳ کال د حمل ۱۶مه د اترا مطبوعاتي دفتر