Skip to content

اټرا

پروان، ننګرهار او لغمان کې د سلام ۵ نوي سایټونه فعال شول!

    پروان، ننګرهار او لغمان کې د سلام ۵ نوي سایټونه فعال شول!

    سلام شبکې د خپل مخابراتي پوښښ د ساحې د پراختیا په دوام په پروان، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې پنځه نوي سایټونه فعال کړل. دا سایټونه د پروان په سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې، د ننګرهار په کوټ او نازیانو ولسوالیو کې او د لغمان په علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې فعال شوي دي.

    د دې نویو سایټونو په فعالېدو سره به د یادو شویو سیمو خلک د سلام له مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو برخمن شي او ترڅنګ به یې د خدمتونو کیفیت هم لوړ شي.