له مخابراتي خدمتونو بې برخې ۲۸ ولسوالۍ هم تر مخابراتي پوښښ لاندې راځي.
اترا ادارې د تیرې غونډې په تعقیب د مخابراتي شرکتونو له استازو سره د هیواد د بیلابیلو ولایتونو اړوند هغه ۲۸ ولسوالیو چې تر دې دمه له هر راز خدمتونو بې برخې دي د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راوستو او د یادو ولسوالیو خلکو ته د مخابراتي اوانټرنټي آسانتیاوو چمتو کولو په هکله ناسته وکړه.
د یادولو وړده چې په تیره غونډه کې له خدمتونو د پاتې ولسوالیو نوملړ د شرکتونو له استازو سره شریک او له هغوی غوښتل شوی وو، چې د یادو ولسوالیو په هکله خپل معلومات او راتلونکي پلانونه ژر تر ژره چمتو او له اترا ادارې سره شریک کړي، ترڅو له خدماتو څخه د محرومو ولسوالیو تر پوښښ لاندې راوستو چارې پیل شي.