مطبوعاتي اعلامیه
له راستنیدونکو کډوالو سره د مخابراتي خدمتونو مشترکینو لخوا د مرستو را ټولولو او تنظیم میکانیزم!
هیواد ته د راستنیدونکو کډوالو لاسنیوی د هر هېوادوال ایماني او انساني دنده او مسئوولیت دی، په همدې بنسټ د مخابراتو وزارت – افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) د خپل اسلامي مسوولیت له مخې هیواد ته د راستنیدونکو کډوالو د مرستې او لاس نیوي لپاره د مخابراتي شرکتونو د پیرودونکو لخوا د خپلې خوښې مرستې راټولولو او اړوندو چارو د تنظیم په موخه یو ۹ مادیز میکانیزم چمتو کړ.
د دې میکانیزم له مخې مرسته کوونکو ته د آسانتیاوو رامنځ ته کولو په موخه په هېواد کې ټولو مخابراتي شرکتونو ته لارښوونه وشوه چې د غږیزو اړیکو د رینګ ټون (زنګ) پر ځای په ټاکلو ژبو د یاد شوي میکانیزم متنونه انتخاب کړي ترڅو له راستنیدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره پیرودنکي و کولی شي چې د ۴۰۰ وړیا شمیرې په دایرولو له لومړۍ تر شپږمې تڼۍ په کېکاږلو سره په ترتیب له ( ۱۰ افغانیو تر ۹۰۰ افغانیو) پورې په خپله خوښه یو یا څو ځله ټاکل شوې مرسته ورکړي، د یاد میکانیزم له مخې ټول مخابراتي شرکتونه مکلف شول ترڅو د بیلینګ سیستم په کره توګه خوندي وساتي، چې وروسته به د حکومت د یو باصلاحیته پلاوي ترڅارنې لاندې په پوره امانتدارۍ بانکي حساب ته ولیږدول شي.
اوس تاسو کولی شئ چې د ۴۰۰ وړیا شمیرې په دایرولو سره له راستنیدونکو کډوالو د مرستي او لاسنیوي لپاره د خپلې خوښې شمیرې په دایرولو سره ټاکل شوې مرسته وکړئ.
د یادولو وړه ده چې د پیرودونکو لخوا ورکړل شوې مرستې د شرکتونو په عوایدو کې نه راځي او له هرډول فیسونو او ټکسونو څخه خلاصې دي.
په درنښت
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره
د ۱۴۰۲ کال د عقرب ۳۰مه نېټه د اترا مطبوعاتي دفتر