Skip to content

اټرا

رسنیزه اعلامیه: د پرمختللو موبایل براډبانډ خدمتونو وړاندې کولو په موخه د فریکونسیو مزایدې د پایلو اعلان

    رسنیزه اعلامیه: د پرمختللو موبایل براډبانډ خدمتونو وړاندې کولو په موخه د فریکونسیو مزایدې د پایلو اعلان

     

    نېټه: ۲۸/ حوت/۱۴۰۲

    د پرمختللو موبایل براډبانډ خدمتونو وړاندې کولو په موخه د فریکونسیو مزایدې د پایلو اعلان
    اترا اداره/کابل (۲۸ حوت ۱۴۰۲): د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) ویاړي، چې د ګرځنده مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته یې په هیواد کې د فریکونسیو د ویش مزایده (بولۍ) ترسره کړه.
    دغه مزایده د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې په ۱۷ نېټه (چې د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۷ او د هجري لمریز کال د کب میاشتې له ۲۷ سره سمون لري) ترسره شوه او مخابراتي شرکتونو ته د بولۍ له لارې فریکونسي وویشل شوه، چې پایلې یې په لاندې ډول دي:
    د فریکونسي ۱۸۰۰میګاهرتز بانډ
    • اتصالات مخابراتي شرکت د ۲۰،۰۵۰۰۰۰( شل میلیونه او پینځوس زره) امریکایي ډالرو په بدل کې په ۱۸۰۰ مېګاهرټز بانډ کې د ۵ میګاهرتز فریکونسي ګټونکی شو.
    • روشن مخابراتي شرکت د ۱۹،۰۰۱۴۰۰( نولس میلیونه او څوارلس سوه) امریکایي ډالرو په بدل کې په ۱۸۰۰ مېګاهرټز بانډ کې د ۵ میګاهرتز فریکونسي ګټونکی شو.
    د فریکونسي ۲۱۰۰میګاهرتز بانډ
    • ام ټي این مخابراتي شرکت د ۳۲،۰۰۰۸۸۸( دوه دیرش میلیونه او اته سوه اته اتیا) امریکایي ډالرو په بدل کې په ۲۱۰۰ مېګاهرټز بانډ کې د ۱۰میګاهرتز فریکونسي ګټونکی شو.
    د فریکونسي ۲۶۰۰میګاهرتز بانډ
    • د اتصالات مخابراتي شرکت د ۱۳،۶۰۰۰۰۰( دیارلس میلیونه او شپږ سوه زره) امریکایي ډالرو په بدل کې په ۲۶۰۰ مېګاهرټز بانډ کې د ۱۰ میګاهرتز فریکونسي ګټونکی شو.
    • د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د ۱۳،۴۰۰،۲۲۶( دیارلس میلیونه, څلور سوه زره, دوه سوه شپږویشت) امریکایي ډالرو په بدل کې په ۲۶۰۰ مېګاهرټز بانډ کې د ۱۰ میګاهرتز فریکونسي ګټونکی شو.
    د پورتنیو پایلو په اساس د اتصالات مخابراتی شرکت ۱۵ میګاهرتز فریکونسي، د ام ټي ان مخابراتي شرکت ۱۰ میګاهرتز فریکونسي، د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د ۱۰ میګاهرتز فریکونسۍ او روشن مخابراتي شرکت د پنځه میګاهرتز فریکونسیو ګټونکي شول، چې د پنځوس میګاهرتز وړاندې شوې فریکونسي څخه څلویښت میګاهرتز فریکونسي د ۹۸،۰۵۲،۵۱۴ (اته نوي میلیونه، دوه پنځوس زره، پینځه سوه او څوارلس ) امریکايي ډالرو په ارزښت د یادو شرکتونو لخوا و پیرودل شوه.
    د فریکونسي د مزایدې موخه په هیواد کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو لپاره په افغانستان کې د یادې محدودې طبیعي سرچینې څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د مخابراتي خدمتونو د لوړ کیفیت وړاندې کولو لپاره د مناسب چاپیریال رامنځته کول دي، چې په همدې موخه په دریو بانډونو (۱۸۰۰ ، ۲۱۰۰ او ۲۶۰۰ میګاهرټز) کې مزایده ترسره شوه، د مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکي د پرمختللي عریض بانډ او موبایل ټکنالوژۍ څلورم نسل (G4) معیاري خدمتونو وړاندې کولو لپاره د فریکونسي دغو بانډونو ته اړتیا لري.
    د یادولو وړ ده، چې دا پروسه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او د اترا ادارې د فریکونسیو د تخصیص د پالیسۍ په رڼا کې، د مخابراتو وزارت د سیستم سازۍ ریاست د متخصیصینو لخوا د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ د ټاکل شوې بین الوزارتي کمیټې په حضورکې، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست الحاج مولوي نجیب الله حقاني تر مشرۍ لاندې ټاکل شوې وه، په رڼه او شفافه توګه ترسره شوه.
    د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او د اترا اداره په بولۍ کې له ټولو ګډونوالو د مننې ترڅنګ، ګټونکو برخه والو ته د زړه له تله مبارکي وایي. اترا اداره په هیواد کې د سراسري لاسرسي او پرمختللو مخابراتي خدمتونو د را منځته کولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکتور ودې او پرمختګ ته ژمنه ده.
    درنښت