Skip to content

اټرا

د ۴جي فریکونسیو د مزایدې په اړه له مخابراتي شرکتونو سره لومړنۍ مشورتي ناسته ترسره شوه!

    د ۴جي فریکونسیو د مزایدې په اړه له مخابراتي شرکتونو سره لومړنۍ مشورتي ناسته ترسره شوه!

    د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د مخابراتي شرکتونو له لوړ رتبه مسوولینو سره په هېواد کې په (۱۸۰۰ ، ۲۱۰۰ او ۲۶۰۰ میګاهرټز) بانډونو کې د ۴ جي فریکونسۍ د مزایدې په اړه لومړنۍ مشورتي ناسته وکړه.

    په دغه ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني، د اترا ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم، د اترا تخنیکي، د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال، د اتصالاتو مخابراتي شرکت اجرائوي، د ام ټي ان اجرائیوي رئیس، د روشن مخابراتي شرکت اجرائیوي رئیس او افغان بیسم مخابراتي شرکت اجرائیوي رئیس ګډون کړی وو.

    غونډې ته د مخابراتو او و معلوماتي تکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني خبرې وکړې ویې ویل: د فریکونسۍ مزایدې موخه په هېواد کې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو لپاره له یادې طبیعې سرچینې د اغیزمنې ګټې اخیستنې او خدمتونو د کیفیت لوړولو لپاره د مناسب فرصت رامنځته کول دي. زیاته یې کړه له ټولو شرکتونو څخه غوښتنه کوو چې د مزایدې پروسې د بریالیتوب لپاره اعظمي کوښښ وکړي، ترڅو خپلو هېوادوالو ته په نړیوالو نورمونو برابر خدمتونه وړاندې کړو.

    د یادولو وړ ده چې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه د پرمختللي عریض بانډ او موبایل ټکنالوژۍ څلورم نسل (۴جي) معیاري خدمتونو وړاندې کولو لپاره دغه فریکونسیو ته اړتیا لري؛ نو له همدې امله د اترا ادارې د فریکونسیو د تخصیص د پالیسۍ په رڼا کې د (۱۸۰۰ ، ۲۱۰۰ او ۲۶۰۰ میګاهرټز) بانډونو کې د فریکونسۍ مزایده د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصاد عالي کمیسیون لخوا هم تصویب شوې ده.

    د ۱۴۰۲ کال د جدي ۲۵ مه د اترا مطبوعاتي دفتر