Skip to content

اټرا

د ګرځنده براډ بانډ خدمتونو وړاندې کولو لپاره د فریکونسي مزایده

    عامه خبرتیا

    د ګرځنده براډ بانډ خدمتونو وړاندې کولو لپاره د فریکونسي مزایده

    نېټه ۲۷/جدی/۱۴۰۲ (اترا/کابل)

    په افغانستان کې له تېرو څو کلونو را پدېخوا د موبایل د څلورم نسل (4G) خدمتونو څخه ګټه اخیستنه په چټکۍ سره مخ پر وده روانه ده او په مارکیټ کې د براډ بانډ مخابراتي (غږیز او انټرنټ) خدمتونو لپاره تقاضا ورځ تر بلې مخ په ډیریدو ده. د موبایل مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته د اضافي فریکونسي وېش به د مخابراتي (غږیز او انټرنټ) خدمتونو په کیفیت باندې مثبت اغیز ولري. د اضافي فریکونسي وېش د چټک سرعت انټرنټ ته د لاسرسي، د سکتور د اقتصادي ودې او پرمختګ او همدا رنګه د غږیزو اړیکو د کیفیت د پیاوړتیا لپاره اغیزمن نقش لوبوي.
    له همدې کبله، د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) په هېواد کې د موبایل براډبانډ خدمتونو وړاندې کولو په موخه د مخابراتي شرکتونو لپاره د فریکونسي په ۱۸۰۰ میګاهرټز، ۲۱۰۰ میګاهرټز او ۲۶۰۰ میګاهرټز بانډونو کې د مزایدې دغه عامه خبرتیا خپروي. هغه متقاضیان چې په مزایده کې د ګډون لپاره تخنیکي، حقوقي او مالي شرطونه پوره کوي، د رقابت له لارې د فریکونسي د پورته یادو سرچینو د ترلاسه کولو لپاره په آزاده، عادلانه او شفافه مزایده کې ګډون کولی شي. د فریکونسي د هغه سرچینو په هکله چې مزایدې ته وړاندې کیږي، کامل جرئیات په اړونده پالیسي کې موجود دي. متقاضي شرکتونه کولی شي په اترا اداره کې د مزایدې لپاره د ثبت او راجسټریشن له بشپړولو نه وروسته د پالیسي سند د اټرا ادارې څخه ترلاسه کړي.
    د فریکونسي دغه مزایده به د اترا ادارې لخوا ددې خبرتیا له خپرولو څخه شپېته (۶۰) تقویمي ورځې وروسته اجرا شي.
    د مزایدې د مختلفو مراحلو دقیقې نېټې او نور اړوند معلومات، په مزایده کې د ګډون کولو د بلنې (ITA – Invitation To Apply) په سند کې موجود دي چې متقاضیانو ته به د ثبت او راجسټریشن له بشپړولو څخه وروسته د اړوندې پالیسي سره یو ځای ورکول کیږي.
    په مزایده کې د ګډون لپاره لېوال شرکتونه کولی شي چې د مزایدې اړوند سندونه (پالیسي او ITA) د راجسټریشن اداري فیس (لس زره “۱۰۰۰۰” امریکایي ډالر) له تحویلولو او د راجسټریشن له بشپړولو څخه وروسته د لاندې آدرس څخه تر لاسه کړي، د لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ په لاندې پته اړیکه ونیسئ:
    د فریکونسي د طیف د منجمنټ ریاست
    د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا)
    د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ودانۍ نهم پوړ، محمدجان خان واټ – کابل
    ایمیل: freq.auction@atra.gov.af, m.fazli@atra.gov.af