د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې په لومړي ځل 3G انټرنیټي خدمتونو پیل شول
په هیواد کې د انټرنټي خدمتونو د پراختیا په لړ کې افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره 3G انټرنیټي خدمتونه وړاندې کړل.
یاد خدمتونه چې نن د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د تخنیکي ټیم له خوا په حصه اول ولسوالۍ کې فعال شول، د دې ولسوالۍ ګڼې سیمې یې تر پوښښ لاندې راوستې، چې د یادو ۳ جي خدمتونو په فعالېدو سره به د دې ولسوالۍ د خلکو ستونزې تر ډیره حل شي.
۱۴۰۲ کال د مرغومي ۲۳ د اترا ادارې مطبوعاتي دفتر