Skip to content

اټرا

د ټولیز لاسرسي د لسمې پروژې په درېیم لاټ کې د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې ۱۱۹ مخابراتي سایټونه جوړولو پروژې د آفر خلاصولو غونډه ترسره شوه!

    د ټولیز لاسرسي د لسمې پروژې په درېیم لاټ کې د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې ۱۱۹ مخابراتي سایټونه جوړولو پروژې د آفر خلاصولو غونډه ترسره شوه!

    د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د سراسري لاسرسي اړوند لسمې پروژې د درېیم او وروستي لاټ کې د ګډونکونکو شرکتونو سره د هیواد د ۱۵ ولایتونو په کچه د ۱۱۹ مخابراتي سایټونو جوړولو پروژې د آفر خلاصولو غونډه ترسره کړه.

    په یاده غونډه کې د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي نجم الدین ملاخیل، د آفر خلاصولو کمیټې غړو، د پلان او پراختیا رئیس انجنیر محمد داود قلندري او د یاد ریاست آمرینو او د لسمې پروژې په دریم لاټ کې د ګډون کوونکو داوطلبو شرکتونو استازو ګډون کړی وو.

    غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي نجم الدین ملاخیل، د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د سراسري لاسرسي د لسمې پروژې د دریم لاټ  اړوند آفرونو خلاصولو، تدارکاتي او نورو پروسو د روڼتیا په اړه یې آفر وړاندې کوونکو ته ډاډ ورکړ.

    د یادولو وړ ده چې د مخابراتي خدمتونو پرمختیایي بودجې په لسمه پروژه کې د هیواد په کچه ټول ۴۵۰ سایټونه شامل دي، چې په لومړي پړاو کې (کابل، بدخشان، زابل، نورستان او ارزګان) ولایتونو کې د۹۰ سایټونو جوړولو چارې شاملې وې، چې قراردادونه له وړاندې د ګټونکو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي. په دوهم لاټ کې بیا ۲۷۹ سایټونه شامل وو، چې تدارکاتي پروسه یې په بشپړیدو ده او په دریم لاټ کې د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۱۹ مخابراتي سایټونو جوړولو چارې شاملي دي څه موده وړاندې آزادې سیالۍ ته وړاندې شوي وو، او نن یې د آفر خلاصولو غونډه ترسره شوه، چې د قانوني پړاونو له طی مراحل وروسته به ګټونکي شرکتونه اعلان شي.

    د ۱۴۰۲ کال د عقرب ۲۹مه د اترا مطبوعاتي دفتر