Skip to content

اټرا

د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د ارزونې په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته د اترا ادارې مشرتابه سفر!


    ۲۳ میزان ۱۴۰۲
    د اترا ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم او ورسره مل پلاوي د مخابراتي خدمتونو د کیفیت، پوښښ او روان وضعیت د ارزونې او څرنګوالي په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته دوه ورځینی سفر وکړ.
    په دغه سفر کې الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم د خوست او پکتیا ولایتونو د مخابراتو د رېیسانو ترڅنګ د اترا ادارې له استازو او د یادو ولایتونو په کچه د مخابراتي شرکتونو له نماینده ګانو سره هم وکتل. مولوي صاحب د اترا ادارې په فعالیتونو اولاسته راوړنو رڼا واچوله او د خوست او پکتیا ولایتونو لپاره یې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې په راتلونکو پلانونو خبرې وکړې، او په یادو ولایتونو کې یې د مخابراتي پوښښ د پراختیا او لا ښو او باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو په هکله اړوندو ادارو او د مخابراتي شرکتونو استازو ته لازمې لارښوونې وکړې.