Skip to content

اټرا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د اټرا مشرتابه د قرغزستان د سیمه ییزې پراختیا وجهي صندوق شرکت د مشرتابه او پلاوي سره ګډه ناسته وکړه

    د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د اټرا مشرتابه د قرغزستان د سیمه ییزې پراختیا وجهي صندوق شرکت د مشرتابه او پلاوي سره ګډه ناسته وکړه.
    پیل کې د مخابراتو وزیر مولوي نجیب الله حقاني میلمنو ته ښه راغلاست وویل، افغانستان کې د پانګونې په خاطر یې ترې مننه وکړه او په دې برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
    یاده ناسته کې دواړو لوریو افغانستان کې د انټرنیټ پر کیفیت او په ارزانه بیه یې پر ترلاسه کولو خبرې وکړې، همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر څرګنده کړه، چې د هېوادونو تر منځ اقتصادي راکړه ورکړه د بین الدول ګټې خوندي کوي او هر هېواد کولی شي په سالم ډول ګټه تر لاسه کړي.
    دغه راز د انټرنیټ د ټرانزیټ په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت معین احمد مسعود لطیف رای وویل، د افغانستان جغرافیوي موقعیت کولی شي یو ښه سیمه ییز انټرنټي ټرانزیټ رامنځته او سیمه ییز اتصال ته به لار هواره کړي.
    د قرغزستان د سیمه ییزې پراختیا د وجهي صندوق شرکت رئیس عظمت منبیکوف هم ډاډ وښود چې دوی کولی شي د انټرنټ تر څنګ په نورو برخو کې هم پانګونه وکړي.
    دغه ناسته کې د افغان ټلیکام مرستیال شهزاده حسین عزيزي هم ګډون کړی و.
    پای کې د افغان ټلیکام دولتي شرکت ته دنده وسپارل شوه، چې له راغلي پلاوي سره بشپړه همکاري او د کارونو د چټکتیا په برخه کې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.