د سپیکټرم څارنې د سیسټم په هکله ناسته ترسره شوه.
۱۴۰۱ د کب ۱۶
دغه غونډه چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا ) عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم په مشرۍ جوړه شوې وه د دې ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي نجم الدین ملاخیل، د مخابراتو وزارت تخنیکي مشاور انجنیز عطا محمد یاري او د سپکټرم څارنې د سیسټم لپاره د جوړې شوې کمېټې غړو ګډون درلود.
په یاده ناسته کې د سپیکټرم څارنې د سیسټم د قرارداد په حقوقي، تخنیکي، مالي او نور مسایلو هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
د یاد سیستم په پلي کولو سره به اترا اداره وکولای شي تر څو راډیویي امواج کنترول، د مخابراتي خدمتونو کیفیت ښه او د هېواد ملي عواید لوړ کړي.