Skip to content

اټرا

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اترا ادارې له تخنیکي سیستمونو څخه لیدنه وکړه!

    د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اترا ادارې له تخنیکي سیستمونو څخه لیدنه وکړه!

     

    د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اترا ادارې له تخنیکي سیستمونو؛ د کابل ولایت په کچه د فریکونسیو د څارنې او کنټرول او د ریل ټایم سیستمونو څخه لیدنه وکړه.

    په دغه پلاوي کې د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره د کور او ښارجوړونې وزیر مولوي حمدالله نعماني او د استخباراتو مرستیال ښاغلي حاجي نجیب الله هم مل وو. دغې لیدنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني د مخابراتي سکټور د ټولو برخو مفصل معلومات وړاندې کړل. همداراز، راغلي پلاوي ته د یادو سیستمونو د تخنیکي چارو او وړتیاوو په هکله د تخنیکي مسوولینو له خوا هر اړخیز معلومات ورکړل شول، چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یادو سیستمونو د فعالیت څخه خوښي څرګنده کړه او د دا ډول سیستمونو فعالیدل یې له معلوماتي تکنالوجۍ څخه د ګټورې ګټې اخیستنې او د ملي عوایدو د زیاتوالي په برخه کې مهم وبلل.

    د یادونې وړ ده، چې یاد تخنیکي سیستمونه چې په نړیوال ستندارد برابر دي او د سیمې هېوادونو په کچه پرمختللي سیسټمونه دي، د مخابراتو وزارت اړوند اترا ادارې د هلو ځلو په پایله کې نصب او فعال شوي دي.

    د۱۴۰۲ کال د جدي ۱۷ مه د اترا مطبوعاتي دفتر